اسلام آباد۔8ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې حكومت به د خواندكۍ شرح زياتولو له ټول ممكنه ګامونه پورته كوي٬ وفاقي او صوبائي حكومتونه به په ګډه قومي مهم چلوي۔ د 8 ستمبر خواندګۍ نړيوالې ورځې په موقعه په خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل پاكستان په دې نړيواله ورځ نړۍ سره په ګډه د قومونو په تعليم ٬ معاشي او ټولنيز ژوند كښې د علم او تدريس بنيادي …
حكومت به د خواندګۍ شرح زياتولو له ټول ممكنه ګامونه پورته كوي : وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد۔8ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې حكومت به د خواندكۍ شرح زياتولو له ټول ممكنه ګامونه پورته كوي٬ وفاقي او صوبائي حكومتونه به په ګډه قومي مهم چلوي۔ د 8 ستمبر خواندګۍ نړيوالې ورځې په موقعه په خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل پاكستان په دې نړيواله ورځ نړۍ سره په ګډه د قومونو په تعليم ٬ معاشي او ټولنيز ژوند كښې د علم او تدريس بنيادي حېثيت په ډاګه كول خپل فرض ګني۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل تعليم يوازې د حروف تهجي د زده كولو نوم نه دے بلكې په انفرادي او اجتماعي كچه د يو قوم بنيادونه مضبوطولو سره د روښانه سباؤن په لوري د سفر نوم دے۔ ده ووئيل په پاكستان كښې د خواندګۍ شرح 60 فی صد ده كومه چې د سوئيلي آسيا د نورو هېوادونو څخه كمه ده۔ ده ووئيل مونږ له به د يو قام په حېث د تعليم ترلاسه كول په خپلو ترجيحاتو كښې شاملولو سره ټول ممكنه ګامونه پورته كول وي دغسې چې مونږ د خپلو كوچنيانو ٬ ځوانانو او د ټولنې د اجتماعي پرمختګ لارې پرانستلې شوو۔ وزیراعظم ووئيل د تعليم د ترلاسه كولو اهميت زمونږ د دين اسلام په بنيادي تعليماتو كښې شامل دے او د پاكستان مؤسس قائد اعظم (رح) هم ددې اهميت په ډاګه كړو۔ وزيراعظم ووئيل وفاقي او صوبائي حكومتونه د علم او تدريس وده او د خواندګۍ شرح زياتولو له يو موټي دي۔ ده ووئيل د دې قومي مهم مقصد دا دے چې هر يو كوچنے نه يوازې دا چې تعليم ترلاسه كړي بلكې هغه اعلی تعليم ٬ هنرمندۍ او ټېكنيكل پوهې څخه هم خبر وساتلے شي او دې لپاره به استاذانو ٬ مور پلار او په سماجي كچه هر يو وګړي له خپل كردار ترسره كول وي۔ وزیراعظم ووئيل مونږ ټولو له به په ګډه د دې عزم كول وي چې مونږ به د يو قام په حېث د ناخواندګۍ تيارې د علم په رڼا بدلولو او د يو مضبوط ٬ صلاحيت لرونكي او پرمختګ كړي هېواد بنياد اېښودلو له خپل كردار ترسره كوو۔







