اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علی زرداری د پاك بحریه افسرانو او ځوانانو مړانې او خذمات ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي چې د 1965 په جنګ كښې پاك بحریه د مړانې او همت نوې تاريخ رقم كړې۔ صدرِ مملکت د بحریه ورځې په موقع كومه چې (نن)د ګل په ورځ لمانځلې شي د قوم په نامه خپل پیغام كښې ووئيل آپریشن سومنات د دښمن …
قام ته په خپلو شهيدانو او غازيانو وياړ دے: د صدر آصف علی زرداری د بحريه ورځې په موقع پیغام

مزید خبریں
اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علی زرداری د پاك بحریه افسرانو او ځوانانو مړانې او خذمات ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي چې د 1965 په جنګ كښې پاك بحریه د مړانې او همت نوې تاريخ رقم كړې۔ صدرِ مملکت د بحریه ورځې په موقع كومه چې (نن)د ګل په ورځ لمانځلې شي د قوم په نامه خپل پیغام كښې ووئيل آپریشن سومنات د دښمن لپاره د ويري او پاك بحریه لپاره د فخر علامت جوړ شوے، د بحریه ورځ د دې عزم پخلے دې چې پاك بحريه په هر محاذ د قوم دفاع کوي۔ صدرِ مملکت ووئيل پاك بحریه د يو عصري او كڼ اړخيزه فورس په توګه رامخې ته شوې، پاك بحریه د تجارتي لارو په تحفظ او نړيوال امن مشنز كښې هم کردار ترسره كوي۔ صدرِ آصف علی زرداری ووئيل د آپریشن بنیان مرصوص په مهال پاك بحریه د سمندری پولو تحفظ کولو سره د دښمن هر يو ممکنه جارحیت ناکامه كړې۔ده ووئيل قوم په خپلو شهيدانو او غازيانو وياړي ، په دې ورځ مونږ د خپلو شهيدانو قربانو ته سلام كوو۔







