پاك بحریه د مړانې يو بشپړ تاريخ لري ، معرکه حق كښې پاك بحریه د سترو کامیابو دلارې د خپلې تیارۍ او عزم عملی ثبوت وركړې۔ د وزیر اعظم د بحریه ورځې په موقع پیغام

اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې معرکه حق كښې پاك بحریه د خپل روښانه تاریخ له مخې سترو کامیابو سره د خپلې تیارۍ او عزم عملی ثبوت وړاندے كړے۔ کامیابې دفاع دا واضح پیغام وركړې چې پاکستان د خپل سمندري پولو حفاظت او سلامتيا په هر قیمت تحفظ کولې شي ، نن د بحريه ورځې په موقع پاك بحریه سره تعلق لرونكو ټولو …

اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې معرکه حق كښې پاك بحریه د خپل روښانه تاریخ له مخې سترو کامیابو سره د خپلې تیارۍ او عزم عملی ثبوت وړاندے كړے۔ کامیابې دفاع دا واضح پیغام وركړې چې پاکستان د خپل سمندري پولو حفاظت او سلامتيا په هر قیمت تحفظ کولې شي ، نن د بحريه ورځې په موقع پاك بحریه سره تعلق لرونكو ټولو ځوانانو، افسرانو او اهلکارو ته پيرزوئنې وړاندې كوم كومو چې عزم ٬ حوصلې او پیشه ور فرائض ترسره كولو سره تل د قوم سر فخر سره پورته كړے۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ له مخې وزیراعظم شهباز شریف د بحریه ورځې په موقع په خپل پیغام كښې ووئيل ننۍ ورځ د پاك بحریه روښانه تاریخ او افسرانو ته د پيرزوئنو وړاندې كولو سره سره د هېواد د سمندري پولو او ګټو تحفظ لپاره د عزم د پخلي كولو موقع هم وړاندې كوي۔ وزیراعظم ووئيل پاك بحریه د مړانو يو بشپړ تاريخ لري په كوم كښې چې د 1965 جنګ آپریشن سومنات يو یادګاري حیثیت لري۔ دغه آپریشن د پاك بحریه نه يواځې د بهادرۍ او عملی صلاحیتونو مظاهره وه بلكه هغې د هېواد د اوبو سلامتيا او خپلواكۍ غیر متزلزل تحفظ عزم بنیاد هم اېښودلې۔ وزیر اعظم شهباز شریف ووئيل په دې وروستيو كښې معرکه حق كښې پاك بحریه د خپل روښانه تاریخ له مخې لويې کامیابۍ سره د خپلې تیارۍ او عزم عملی ثبوت وركړې۔ کامیابې دفاع دا واضح پیغام وركړې چې پاکستان د خپل سمندري پولو حفاظت او سلامتيا په هر قیمت تحفظ کولې شي۔ وزیراعظم ووئيل پاك بحریه د هېواد محافظ او زمونږ د روښانه سباؤن معمار ده۔ ده ووئيل په دې ورځ مونږ د پاك بحریه پخوانو او اوسني اتلانو ته سلام كوو۔ لوے څښتن دے پاك بحریه ، وسله وال ځواكونه او زمونږ هېواد د پرمختګ او سوكالۍ او کامیابۍ پلو روان كړي، آمین!، پاك بحریه زنده باد! پاکستان پائنده باد!

مزید خبریں