د 1965 جنګ او معركهء حق په مهال د پاك فضائيه ځوانانو جرات او شجاعت ته پيرزوئنې وړاندې كوم ۔ د د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق

اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق وئيلي د 1965 جنګ او معركهء حق په مهال د پاك فضائيه ځوانانو جرات او شجاعت ته پيرزوئنې وړاندې كوم،قوم په خپل پاك فضائیه فخر كوي۔د فضائیه ورځ په موقع په خپل پیغام كښې د پاك فضائیه جانبازو قربانیو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره اسپیكر سردار ایاز صادق ووئيل د 1965ء جنګ او معركهء حق كښې …

اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق وئيلي د 1965 جنګ او معركهء حق په مهال د پاك فضائيه ځوانانو جرات او شجاعت ته پيرزوئنې وړاندې كوم،قوم په خپل پاك فضائیه فخر كوي۔د فضائیه ورځ په موقع په خپل پیغام كښې د پاك فضائیه جانبازو قربانیو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره اسپیكر سردار ایاز صادق ووئيل د 1965ء جنګ او معركهء حق كښې پاك فضائیه د بهادرۍ او پیشه وره پوهې عظیم تاریخ جوړ كړې،ایئر كموډور اېم اېم عالم په يوه دقيقه كښې د هند 5 الوتكي رانسكوري كړي،ایئر مارشل نور خان، اېم اېم عالم او جانباز شاهین نن هم د ځوانانو لپاره د لارې مشعلِ دې،پاك فضائیه د هر جارحیت مقابله كولو له هر وخت چمتو دې۔ اسپیكر سردار ایاز صادق ووئيل معركهٔ حق كښې پاك فضائیه نړۍ ته خپل پیشه وره صلاحیتونه ښودلې دي،معركهء حق كښې پاك فضائیه د دښمن 6 الوتكي رانسكوري كړي۔اسپیكر سردار ایاز صادق ووئيل د معركه حق په مهال پاك فضائیه د هېواد دفاع ناقابل تسخیر جوړولو عزم ثابت كړې،د پاكستان وسله وال در هر جارحیت په مړانه مقابله كولو صلاحیت لري،قوم د پاك پوځ سره په ګډه د دښمن هر سازش ناكامه كولو له لوظي دے۔اسپیكر سردار ایاز صادق ووئيل د شهيدانو كورنيو جذبهٔ استقامت ته ټول قوم سلام كوي،ټول قوم د شهيدانو كورنيو سره ولاړ دې۔اسپیكر سردار ایاز صادق د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا اوكړه۔

مزید خبریں