اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د قازقستان نائب وزیراعظم او خارجه وزير مرات نورتیلو به د 8 نه تر 9 ستمبر د پاکستان سرکاری دورہ کوي۔د خارجه دفتر وياند د اړخه د اتوار په ورځ جاري شوې بيان له مخې دا مهمه دوره د قازقستان صدر سږ كال نومبر كښې د ترسره شوې پاكستان دورې څخه وړاندې كيږي۔د قازقستان نائب وزیر اعظم سره به د قازقستان د ټرانسپورټ …
قازقستان نائب وزیراعظم او خارجه وزير مرات نورتیلو به د 8 نه تر 9 ستمبر د پاکستان سرکاری دورہ کوي ۔ د خارجه دفتر وياند

مزید خبریں
اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د قازقستان نائب وزیراعظم او خارجه وزير مرات نورتیلو به د 8 نه تر 9 ستمبر د پاکستان سرکاری دورہ کوي۔د خارجه دفتر وياند د اړخه د اتوار په ورځ جاري شوې بيان له مخې دا مهمه دوره د قازقستان صدر سږ كال نومبر كښې د ترسره شوې پاكستان دورې څخه وړاندې كيږي۔د قازقستان نائب وزیر اعظم سره به د قازقستان د ټرانسپورټ وزیر پشمول د اعلیٰ پائې 13 كسيزه پلاوې هم وي۔د دورې په موقع به د زراعت او آئی ټی شريك ورکنګ ګروپس غونډي هم كيږي۔ پاکستان كښې د خپلې دورے په مهال به د قازقستان نائب وزیراعظم او خارجه وزير د نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار سره ملاقات کوي دې نه پس به د پلاويو په كچه خبري اتري كيږي۔ مرات نورتیلو به د صدر مملکت او وزیراعظم سره هم ملاقات كوي۔ دا خبري اتري د رواني صدارتي دورے تیارو جاج اخستلو لپاره او پاکستان قازقستان دوه اړخيزه مرستي ټولو اړخونو كوټلي غور كولو موقع وركوي۔د دورے په مهال په خاص توګه تجارت او سرمایه کاری، زراعت، تعلیم، ثقافتی او سیاحت تبادلو، سيمه ايزو رابطو او لاجسټکس او ګڼ اړخيزه فورمز مرستي ته پام لرنه كولې شي۔ بیان له مخې د قازقستان نائب وزیراعظم او خارجه وزير دورې سره به د پاكستان او قازقستان پخوانۍ اړيكې لا مستحکم شي او د دواړو هېوادونو اولسي ګټو لپاره بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكي لا قوي كولو كښې به مرسته وشي۔







