پاك فضائيه په وظيفائي پوهه كښې د نړۍ د يوې فضائيه نه كمه نه ده٬ پاك فضائيه په وظيفائي صلاحيتونو او فضائي جنګو كښې خپل جوهر ښودلي۔ وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې مونږ وياړ لرو پاك فضائيه په دې لسيزو كښې خپل وظيفائي صلاحيتونو او د طاقت بلها جوهر ښودلو سره په فضائي جنګونو كښې ځپل ځان تسليم كړے٬ په دې وروستي تاريخ كښې پاك فضائيه وسله والو ځواكونو سره په ګډه په آپريشن معركه حق "بنيان مرصوص" كښې پرېكنده كردار لوبولو سره چې څنګه دښمن ته ماتې وركړې …

اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې مونږ وياړ لرو پاك فضائيه په دې لسيزو كښې خپل وظيفائي صلاحيتونو او د طاقت بلها جوهر ښودلو سره په فضائي جنګونو كښې ځپل ځان تسليم كړے٬ په دې وروستي تاريخ كښې پاك فضائيه وسله والو ځواكونو سره په ګډه په آپريشن معركه حق “بنيان مرصوص” كښې پرېكنده كردار لوبولو سره چې څنګه دښمن ته ماتې وركړې دې په دې ګرده نړۍ حېرانه شوې ده، پاك فضائيه په وظيفائي پوهه كښې د نړۍ د يوې فضائيه نه كمه نه ده٬ نننۍ ورځ د پاكستان ائير فورس اهلكارو د مړانې٬ بهادرۍ او قربانيو په ياد كښې لمانځلې كېږي٬ په خاص توګه د ھغه كسان چا چې د 65 په پاك و هند جنګ كښې د پاكستان دفاع كړې۔ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخئ وزيراعظم د 7 ستمبر د فضائيه ورځ په موقع خپل پېغام كښې وئيلي دي چې په دې تاريخي ورځ زه د پاك فضائيه مېړنو ځوانانو ته د دوي په بې مثال كاركردګۍ پېرزوئنې وړاندې كوم او زه په دې فخر محسوسوم د چا لازوال قربانۍ چې په تاريخ كښې روښانه دي٬ د شك نه غېر د پاك فضائيه بانيانو د باني پاكستان قائد اعظم محمد علي جناح د وژن له مخې د پاك فضائيه د اعلي درجے او د اول صف ادارې په توګه بنياد اېښې چا چې په ټولو وظيفائي اړخونو معاري كار جاري ساتلے دے او په وظيفائي پوهه كښې د نړۍ د يوې فضائيه نه كمه نه ده۔ ده ووئيل د دې ورځ لمانځلو مقصد نوې كول لپاره د جذبه د بهادرۍ د علامت په توګه دوي ته د قام د حفاظت عزم رايادوي، وزيراعظم شهباز شريف ووئيل مونږ وياړ لرو پاك فضائيه په دې لسيزو كښې خپل وظيفائي صلاحيتونو او د طاقت بلها جوهر ښودلو سره په فضائي جنګونو كښې ځپل ځان تسليم كړے٬ په دې وروستي تاريخ كښې پاك فضائيه وسله والو ځواكونو سره په ګډه په آپريشن معركه حق “بنيان مرصوص” كښې پرېكنده كردار لوبولو سره چې څنګه دښمن ته ماتې وركرې دې په دې ګرده نړۍ حېرانه شوې ده٬ بې شك د پاك فضائيه دا معياري كاركردګي، بے باك قيادت، د جنګيالو ځوانانو هنر مندي، اعلي حكمت عملي او په ګڼ اړخيزه جنګي صلاحيتونو د موثره عملدرامد څرګندونه ده٬ په دې وروستيو كلونو كښې د پاك فضائيه ناقابل تسخير ګڼ اړخيزه جنګي صلاحيتونه د پاك فضائيه د جدت ښكاره ثبوت دے۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل زه په دې خبره خاص وياړ لرم چې پاك فضائيه خپل د ځالانده تاريخ روايت ژوندې ساتلو سره د خپل ځان نه څو چنده لوي دښمن ته ماتې وركړے دے٬ د پاك فضائيه زمونږ هيروز خپلې بهادرۍ سره ثابت كړې ده چې دښمن كه هر څومره قوي او وسله لري خو ھغوي كله هم جذبې او همت ته ماتې نشي وركولې٬ نننۍ پاك فضائيه د ھغه مېړنو ځوانانو ژوندۍ پېرزوئنه ده چا چې خپل ځانونه قربانولو سره د فضائيه تاريخ رقم كړے٬ زه باور لرم چې لكه د تل به پاك فضائيه په هره موقع او د معيار له مخې د خپل هېواد د خپلواكۍ٬ زمكيز حدونو او د سيمه ايزې سالميت عمر له بشپړه تحفظ كوي۔

مزید خبریں