وفاقي وزير محسن نقوي د عيد ميلادالنبيؐ  د خوشحالۍ په موقع ټول قام او اسلامي نړۍ له مباركي وركړه

  اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د عيد ميلادالنبيؐ د خوشحالۍ په موقع ټول قام او اسلامي نړۍ له مباركي وركولو سره وئيلي دې چې 12 ربيع الاول ھغه مقدس ورځ ده كله چې د کائنات د ټولو نه د عظيم او محبوب هستۍ حضرت محمدۖ ولادت باسعادت شوې٬ د محمدۖ په ولادت نړۍ روښانه شوې٬ ظلمت ماتي سره مخ شوې …

 

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د عيد ميلادالنبيؐ د خوشحالۍ په موقع ټول قام او اسلامي نړۍ له مباركي وركولو سره وئيلي دې چې 12 ربيع الاول ھغه مقدس ورځ ده كله چې د کائنات د ټولو نه د عظيم او محبوب هستۍ حضرت محمدۖ ولادت باسعادت شوې٬ د محمدۖ په ولادت نړۍ روښانه شوې٬ ظلمت ماتي سره مخ شوې او انسانيت د عدل او رحم په حقيقي مفهوم پوهه شوې٬ د محمدۖ په ولادت په زمكه رحمتونه نازل شوي او د کائنات زرہ زرہ منور شوې٬ صادق او امين جوړېدو سره محمدۖ د مکې په بے رحمه فضاګانو كښې د ديانت او ايماندارۍ ډيوه روښانه كړې٬ د محمدۖ په ولادت باسعادت د جاهليت بت زره زره شوې، انسانيت ته د حق او حکمت لاره وښودلې شوه۔ د ميلاد النبيۖ د 1500 كلن جشن په موقع خپل پېغام كښې محسن نقوي ووئيل د خاتم النبين حضرت محمدۖ اعلي ترين اعمال زمونږ لپاره بهترين نمونه ده٬ د مدينې رياست نبي اکرمۖ د معاشرت، سياست او عدل په يو اخلاقي او معاشي ضابطه كښې پېئلې۔ نبي کريمؐ مثالي سماجي او معاشي نظام ښودلې كوم چې ګردې نړۍ لپاره د لارې مشعال دے۔ د بده مرغه د نبي کريمؐ روښانه تعليمات اسلامي نړۍ هېر كړي دي او هم دا د روزال بنيادي سبب دے۔ ده ووئيل امن او استحکام لپاره به په اسوہ حسنهۖ بشپړه او په حقيقي معنو كښې عمل كول وي٬ 12 ربيع الاول د لوظ د تجديد ورځ ده چې مونږ به سيرتِ محمدۖ خپل ژوند كښې راولو

مزید خبریں