اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د محمدۖ سيرت طيبه هر دور كښې د لارښودنې سرچنه ګرځولو سره وئيلي دي مونږ د قام په حېث د محمدۖ تعليمات د خپل دستور٬ قانون او اجتماعي ژوند برخه جوړولو عزم لرو٬ د 12 ربيع الاول جشن ولادت رسول الله صلي الله عليه وسلم په موقع خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل د 12 ربيع الاول ورځ د نن نه …
د محمدۖ سيرت طيبه په هر دور كښې د لارښودنې سرچينه ده٬ مونږ د قام په حېث د محمدۖ تعليمات د خپل دستور٬ قانون او اجتماعي ژوند برخه جوړولو عزم لرو۔ د وزيراعظم شهباز شريف د جشن ولادت رسولۖ په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د محمدۖ سيرت طيبه هر دور كښې د لارښودنې سرچنه ګرځولو سره وئيلي دي مونږ د قام په حېث د محمدۖ تعليمات د خپل دستور٬ قانون او اجتماعي ژوند برخه جوړولو عزم لرو٬ د 12 ربيع الاول جشن ولادت رسول الله صلي الله عليه وسلم په موقع خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل د 12 ربيع الاول ورځ د نن نه 1500 كاله وړاندې د محمدۖ ولادت باسعادت سره تيرې په نور بدلې كړي او انسانيت ته ئې عدل، رحمت، مساوات او د وحدت نوې لارې ښودلې٬ سږ كال د پاکستان پشمول ګرده كړۍ كښې د “رحمت اللعالمينۖ كال په توګه لمانځلې كېږي، قامي اسمبلۍ او سينيټ قراردادونه منظور كړي او نن مونږ د نبي مکرمۖ 1500م يوم ولادت باسعادت په ګرد هېواد كښې په عقيدت او احترام سره د لمانځلو پرېكړې كړې٬ دا دې خبري ګواهي ده چې مونږ د قام په حېث د محمدۖ تعليمات د خپل دستور٬ قانون او اجتماعي ژوند برخه جوړولو عزم لرو۔ وزيراعظم ووئيل د نبي کريمۖ حيات طيبه يو کامله او ګڼ اړخيزه اسوه ده، كه حکومت او سياست وي ، عدل او انصاف، معيشت او تجارت يا معاشرتي اقدار، سيرت طيبه زمونږ په هر دوره كښې د لارښودنې سرچينه ده، قرآن مونږ ته په واضح ټكو وائي چې “ستاسو لپاره د الله رسولۖ غوره مثال دے، هر ھغه كس لپاره چې د لوي څښتن نه او د قيامت د ورځې اميد لري۔ وزيراعظم ووئيل نن چې كله نړۍ په تندۍ سره بدلېږي٬ په جديد ټيکنالوجۍ سره په روابط كښې تيزي راغلې او فاصلې لنډې شوي٬ په داسې كښې مونږ له خپل نوې كول خېر، علم او امن پلو راغب كولو لپاره د حيات طيبهۖ نه خبرول دي٬ د نبي اکرمۖ سيرت مونږ ته دا تعليم راكوي چې مونږ ژبه او كلمه خېر او ښیګړې لپاره استعمال كړو، دې لپاره مونږ له نوې كول د جدت سره سره د اخلاقيات لازواله اصول كوم چې نبي آخرالزماں حضرت محمدۖ خپل امت لپاره وضع كړي٬ په هغې عمل كولو سره د محمدۖ د امن٬ ورورولۍ او د مينې پېغام تر ګردې نړۍ رسولو لپاره ترغيب وركول دي۔ ده ووئيل مونږ له خپل پاکستان كښې د سيرت طيبهۖ عملي تعبير رامخې ته كول دي ، تعصب، فرقه واريت، انتها پسندي او نفرت په هر شكل كښې رد كول او ورورولي٬ ايثار او اتحاد ته وده وركول دي ۔ وزيراعظم ټولو له بلنه وركړه چې په نننۍ ورځ مونږ د دې لوظ تجديد وكړو چې مونږ به پاكستان د سيرت النبيۖ په ځالانده اصولو روانوو، زمونږ د پاليسو مقصد مساوات، د غربت خاتمه او علم او تحقيق ته وده ده دغسې چې پاکستان په حقيقي معنو كښې يو اسلامي فلاحي رياست جوړ شي۔ ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې پاكستان تل سلامت ساتي، اتحاد او يووالي دې راعطا كړي او مونږ ته دې د نبي کريمۖ د محبت او اطاعت تر مخه د ژوند كولو توفيق راكړي۔







