د نبي اکرمۖ آفاقي اصولو، عدل، رحمت، اخوت او امن خپل معاشرتي، سياسي او تهذيبي ډھانچو كښې رائج كړئ۔ د صدر آصف علي زرداري د جشن ولادت رسولۖ په موقع پېغام

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د 12 ربيع الاول په بابرکت او د خوشحالۍ په ورځ ټول قام او اسلامي نړۍ له مباركي وركولو سره ووئيل چې دا تاريخي او يادګار موقع اسلامي نړۍ لپاره نه يوازې د خوشحالۍ او عقيدت سبب ده بلكې خپل انفرادي او اجتماعي ژوند ته د نبي اكرمۖ تعليماتو له مخې كولو د لوظ هم ده٬ دا 12 …

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د 12 ربيع الاول په بابرکت او د خوشحالۍ په ورځ ټول قام او اسلامي نړۍ له مباركي وركولو سره ووئيل چې دا تاريخي او يادګار موقع اسلامي نړۍ لپاره نه يوازې د خوشحالۍ او عقيدت سبب ده بلكې خپل انفرادي او اجتماعي ژوند ته د نبي اكرمۖ تعليماتو له مخې كولو د لوظ هم ده٬ دا 12 ربيع الاول سره سره د ولادت نبويۖ 1500 كاله د بشپړېدو سعادت مونږ له دا پېغام راكوي چې مونږ د نبي اکرمۖ آفاقي اصولو، عدل، رحمت، اخوت او امن خپل معاشرتي، سياسي او تهذيبي ډھانچو كښې رائج كړئ٬ دا ورځ د ګردې نړۍ مسلمانان په يوه رشته پېئي كومه چې د ايمان په بنيادي ده او د دې محور صرف او صرف رسول رحمتۖ ذات ګرامي دے۔ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د 12 ربيع الاول په موقع جاري خپل خاص پېغام كښې صدر مملکت آصف علي زرداري ووئيل په دې تناظر كښې قامي اسمبلۍ او سېنېټ د متفقه قراردادونو د لارې دا تاريخي موقع په قامي كچ د يادګار په توګه د لمانځلو پرېكړه كړې ده كومه چې د ټول قام نبي رحمتۖ سره د ډېر مينې او عقيدت څرګندونه ده٬ د دې نه علاوه د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) هم سرکار کائناتۖ د ولادت مبارکه په 1500 كاله ترسره كېدو سږنې كال يادګار كول ګرځولو سره ټول امت په پېغام رحمت راجمع كړے دے۔ صدر مملکت ووئيل چې د نبي کريمۖ سيرت طيبه مونږ ته دا ښائي چې عدل و انصاف، رحم و کرم، اخوت و مساوات او احترام انسانيت د يوې صالح معاشرے بنياد دي، نن كله چې نړۍ انتها پسندۍ، بې انصافۍ، معاشرتي اړي ګړي او د ډيجيټلائزيشن د بې قابو رجحانات په څېر چېلنجز سره مخ ده مونږ له د سيرت مصطفيۖ په رڼا كښې د دې مسئلو حل لټول دي۔ صدر مملکت آصف علي زرداري ووئيل چې اسلامي نړۍ او پاکستان نن كومو چېلنجونو سره مخ ده د دې حل د نبي کريمۖ په تعليماتو كښې دے٬ محمدۖ مونږ ته د اتحاد، محبت او ورورولۍ تلقين كړې او هم دا اصول دي كوم چې مونږ د معاشرتي او اقتصادي مسئلو نه وباسلے شي۔ صدر مملکت ووئيل راځۍ چې په دې موقع دا لوظ وكړو چې مونږ به خپل اختلافات شا ته اچولو سره د خپل وطن او قام ترقۍ لپاره يو موټې كېدو سره كار وكړو۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل راځۍ چې! مونږ په دې مباركه موقع دا لوظ وكړو چې نبي کريمۖ تعليمات به د خپل ژوند برخه جوړوٶ او د دې په رڼا كښې به خپله ټوله مساوات او امن مركز جوړٶ، زه لاس په دعا يم چې لوي څښتن مونږ ټول د نبي کريم صلي الله عليه وسلم په سيرت د عمل كولو توفيق راكړي۔آمين!

مزید خبریں