د مسلم ليګ (ن) د قامي اسمبلۍ پخواني غړي نذير خان وزير په مشرۍ كښې قبائلي پلاوي د خېبرپښتونخوا ګورنر سره ملاقات

پېښور 09 جولائي (اے پي پي) د جنوبي وزيرستان څخه د پاکستان مسلم ليګ (ن) د قامي اسمبلۍ پخواني غړي نذير خان وزير په مشرۍ كښې قبائلي پلاوي د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره ملاقات کړے او هغه ئې په ضم شوو ضلعو كښې د امن و امان خراب صورتحال له امله په اولس كښې د تشويش ، قبائل پرمختګ لپاره د وفاق څخه د راغلي فنډز تقسيم او …

پېښور 09 جولائي (اے پي پي) د جنوبي وزيرستان څخه د پاکستان مسلم ليګ (ن) د قامي اسمبلۍ پخواني غړي نذير خان وزير په مشرۍ كښې قبائلي پلاوي د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره ملاقات کړے او هغه ئې په ضم شوو ضلعو كښې د امن و امان خراب صورتحال له امله په اولس كښې د تشويش ، قبائل پرمختګ لپاره د وفاق څخه د راغلي فنډز تقسيم او د وفاقي محکمو په اړه مسئلو څخه خبر كړو۔ ګورنر ووئيل امن كښې صوبائي حکومت ناکامه شوے، صوبه ترهه ګرو ته سپارلې شوې،وفاق څخه د ضم شوو ضلعو لپاره ترلاسه فنډ خپلو سيمو له وركړے شوے او د کرپشن ښكار شوے چې ورسره د قبائلو د محرومۍ احساس زيات شو۔ده ووئيل زما د مؤقف وفاقي حکومت تائيد کړے او د مسئلو حل له ئې کمېټي جوړه كړي۔ ګورنر پلاوي له باور وركړو چې وفاقي محکمو په اړه مسئلو حل كولو له به مرسته كولې شي۔

مزید خبریں