پېنډی ۔10مئی (اے پی پی) پاك پوځ آپریشن بُنْيَانٌ مَّرْصُوْص كښې د الفتح توغوندي لانچ د شهيد شوو پاكستاني كوچنيانو په نوم كړو۔ د امنيتي ذريعو له مخې د هند د بزدلانه بريد څخه وروستو د پاكستان لخوا ځوابي بريد پېل كړے شوے دے۔ په آپریشن بُنْيَانٌ مَّرْصُوْص كښې كارول شوے بېلسټك توغندې الفتح د هغه بې ګناه كوچنيانو په نوم كړے شو كوم چې د هند په بزدلانه بريد كښی شهيدان شوي وو۔ د امنيتي ذريعو وېنا ده چې پاكستان د دې ماشومانو شهادت نه هېر كړے او نه به يۍ هېر كړي۔ دا ماشومان د هندي جارحيت په مهال شهيدان شوي وو۔