جنرال سيد عاصم منير د سهار لمونځ څخه وروستو د قرآن پاك د سورة الصف تلاوت وكړو

پېنډۍ ۔10مئی(اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير د سهار لمونځ له ادا كولو څخه وروستو د قرآن پاك د سورة الصف تلاوت وكړو۔ د دې سورة په څلورم آيت كښې پاك پروردګار فرمائي: “‏إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِهِ صَفًّا كَأَنَّهُمْ بُنْيَانٌ مَرْصُوصٌ” ترجمه:-‏”بېشک پاك پروردګار هغه خلكو سره مينه كوي كوم چې د هغه په لاره كښې داسې صف جوړولو سره جنګ كوي ګويا هغوي يو مضبوط دېوال دي”۔ د پاك پوځ سرلښكر د كلام پاك له تلاوت څخه وروستو دعا وكړه او د پاكستان آپرېشن “بنیان مرصوص” لاندې توغنديز بريدونه پېل كړې شول۔ د “بنيان مرصوص” مطلب فولادي/مضبوط دېوال دے۔