هند دې فكر نه كوي د هغوي د بريد خواهش به ضروري پوره كوو،د وخت او ځائې تعین به مونږ پخپله كوو،هند په ننکانه صاحب كښې سکھانو د عبادت ځايونو په نښه كولو هڅه كړي،مونږ تر اوسه 77 ډرون رانسكور كړې ۔ د پاك پوځ وياند پرېس کنفرنس

پينډۍ 09 مئي (اے پي پي) د پاکستان د وسله والو ځواكونو وياند لیفټیننټ جنرل احمد شریف چوهدری وئيلي دي چې كه هند د پهلګام په پېښه كښې د پاكستان د ككړ كيدو دې معمولی ثبوت لري نو راوړاندې دې كړي خو هغوي هيڅ ثبوت نه لري،دغسې هند د دې خبري د دعوے هم څه ثبوت نه لري چې تيرو 48 ساعتونو راهسې پاكستان د هند په خاوره بريد كړې،دا ټول بے بنسټه تورونه دي، د شواهد وړاندې كولو په ځائې هند په مقبوضه کشمیر کښې مسلمانان په نښه كوي، 50 كورونه ئې الوزولې دي او دوه نيم زره څخه زيات کشمیریان ئې حراست كښې اخستلي دي، هند د كورنيو مسئلو څخه پام ګرځولو لپاره په پاكستان تورونه لګوي،كه هند دومره خواهش لري چې پاكستان په هغوي بريد وكړي نو د دې خبري دې هم فكر نه كوي د هغوي خواهش به پوره كړې شي او مونږ به د خپلي خوښي په وخت او ځواب وركوو۔ده د جمعې په ورځ پاکستان ایئر فورس (پی اے اېف) ډائریکټر جنرل پبلك ریلیشنز (ډي جي پي آر) ایئر وائس مارشل اورنګزیب احمد او ډپټي چیف آف نیول اسټاف (آپریشنز) وائس ایډمرل راجه ربنواز سره په اسلام آباد كښې پرېس کنفرنس ته وينا كوله۔د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل تر ټولو اول به د پهلګام پېښي په اړه خبره وكړم، كه د پهلګام لوکیشن وكتلې شي،د هغې زمكيزه مزل 230 کلومیټره دې،دا په دې تناظر كښې دے چې د هند د اړخه تور لګولې كيږي چې ترهه ګر د پولي پوري غاړه څخه راغلې ؤ٬دا غره ايزه سيمه ده٬په پهلګام كښې چرته چې دا پېښه شوې٬هغه سړك څخه 5.3 كلوميټر لرې دې او د پوليس اسټېشن څخه 1.2 كلوميټره لرې دې٬ده په سلائيډ د پېښې اېف آئي آر ښودلو سره وئيل چې د پهلګام پېښه په 2:20 بجې شوې دغسې په دوه نيمې بجې يعني 10 دقيقې پس پوليس د پېښې ځاې ته ځي٬تفتيش كولو سره بېرته راځي او مقدمه درج كيږي دغسې د يو اړخه لاره 30 دقيقې ده نو داسې كول په انساني توګه ممكن نه دي۔ده ووئيل د اېف آئي آر په متن كښې ليكلې شوي چې وګړي د پولې پورې غاړه څخه راغلې و نو په لس دقيقو كښې هغوي نتيجه اخذ كړه نو داسې نور وئېلي شوي چې ناترڅه ډزې هم شوې٬په دې اړه سنجيده پوښتنې رامخې ته كېږي۔د دې نه پس تقريباُ درې بجې هند سوشل ميډيا هينډلز وئېل پېل كړل چې پاكستان په پهلګام بريد كړی مطلب هغوي ته معلومه وه چې څه شوي دي٬خو د دې ثبوت چرته دے؟د هند ټي وي چينلو هم دا وئېل پېل كړي چې په دې بريد كښې د پاكستان ترهه ګر ككړ دي۔آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل دا خبرې كول ځكه ضروري دي چې دا بنياد دے د كوم په وجه چې نن مونږ پوځي صورتحال ګورو٬په دغه وجه بې ګناه ماشومان او مېرمنې شهيدان كړی كيږي٬د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل چې د پیښې په اړه د مقبوضه كشمير د وګړو خبرې چلولې كيږي چې پكښې هغوي د پېښې په اړه پوښتنې كوي او وائي چې دلته تر ټولو زيات د هند پوځ دے٬چې څوك څه پوسټ شيئر كړي نو د شپی بې دركه كړې كېږي٬دومره ګڼ شمېر كښې پوځ هلته موجود دې نو هغوي څه كوي؟هند كه په دې اړه كوم ثبوت لري چې د پهلګام په پېښه كښې څوك ككړ دے نو هغه دې راوړاندې كړي۔ليفټيننټ جنرال احمد شريف پوښتنه وكړه آيا هند په وړومبي ځل داسې كړي چې د ترهه ګرۍ پېښه يې سياسي ګټو لپاره استعمال كړی؟داسې نه ده٬هند په دې اړه يو تاريخ لري۔ده ووئيل كال 2000 كښې چتي سنګ پېښې په اړه لېفټيننټ جنرل(ر)كے ايس ګل بيان واورلو چې پكښې هغه وائي چې مونږ منصوبه جوړه كړې٬ټول اړوند معلومات مو جمع كړي٬زمونږ روټين څه دے٬څومره نارينا او ميرمنې دي٬وسله څومره ده او په سمدستي توګه يې يوه شپه داسې ووئيل چې ټول بهر د چيكنګ لپاره راشۍ٬مونږ وئېلي ووچې په هغې كښې د هند پوځ ككړ و دغسې د بي جے پي حكومت د پاكستان په ضد ډنډورا كول غوښتل۔په دې بيان رڼا اچولو سره د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل چې هند د بې ګناه وګړو وژلو تاريخ لري دغسې چې سياسي مقصدونه ترلاسه كړی شي۔ده ووئيل د هند پوځ هره ورځ بې ګناه وګړي وژلو سره هغوي ترهه ګر ګرځوي او بيا په پاكستان بې بنسټه تورونه لګولو سره هغه نړۍ ته ښائي۔ده ووئيل ترهه ګري په پاكستان كښې كېږي او هره ورځ كيږي او هند په پاكستان كښې ترهه ګري اسپانسر كوي۔د آئي اېس پي آر ډي جي د هند وزيراعظم پشمول د ځينو عهديدارو كليپس وښودل كوم چې د پاكستان په ضد بې بنسټه تورونه لګوي٬د دې نه پس د هند د بحريه افسر كلبهوشن ياديو كليپس وښودلې شو چې پكښې هغه په پاكستان كښې د ترهه ګرۍ كولو اعتراف كوي۔د آئي اېس پي آر ډي جي د جعفر ايكسپرېس بريد فوټيج ښودلو سره ووئيل چې بلوچ ترهه ګرو د ويډيو جوړولو نه پس هند ته لېږلې او هلته يې په اليكټرانك ميډيا تر ټولو اول چلولې۔ده ووئيل د پاكستان حكومت او ايجنسۍ د دغه ترهه ګرو ختمولو لپاره هڅې كوي٬د پهلګام پیښې مقصد د ترهه ګرۍ كاروائيو څخه د امنيتي ايجنسو پام ګرځول هم و٬مونږ ته دا معلومه ده چې مونږ د دې كوټلې شواهد لرو ځكه چې د پهلګام بريد نه پس د 100 څخه زيات ترهه ګر پاكستان ته داخل شوي وو كوم چې د هند انټلي جنس ايجنسو ترهه ګرۍ لپاره راليږلې و۔په هغې كښې 71 ترهه ګر وژل شوي و۔ده ووئيل جنوري 2024 كښې راهيسې په پاكستان كښې د ترهه ګرۍ 3700 پیښې شوي چې پكښې 1314 پاكستاني وګړي شهيدان او 2582 ژوبل او معوذر شوي دي٬د ترهه ګرۍ دا ټولې كاروائۍ هند كړي او بيا هغوي د پهلګام پېښې كوم ثبوت نه لري۔د جنوري 2024 نه پس تراوسه د ترهه ګرۍ مخ نيوي 77816 عمليات شوي٬مونږ هره ورځ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بوښت يو او هند د خپلو ګټو لپاره ترهه ګر استعمالوي۔ده ووئيل پاكستان نه يوازې د خپل اولس بلكې د نړۍ لپاره د ترهه ګرۍ جنګ كوي او هند د هغې په لار كښې خنډ جوړیدل غواړي۔ده ووئيل كشمير د هند كورنۍ مسئله نه بلكې د دوه هېوادونو ترمينځه په نړيواله توګه منلې شوې شخړيزه سيمه ده٬د كومې د قسمت پريكړه به چې د هغه ځاې اولس له كول وي۔ده ووئيل د 6 ٬ 7 مئي په شپه د پاكستان په ګڼو ځايونو بريدونه شو چې پكښې 33 كسان شهيدان شوي٬په دې كښې مېرمنې او ماشومان شامل وو دغسې 62 عام وګړي او 14 پوځي ځوانان ژوبل شوي۔ده ووئيل دا وئېل د شرم خبره ده د هند ميډيا وګورۍ چې هغه په بريدونو څه ډول جشن لمانځي٬هغوي دوه كلن ماشوم وژلو سره دغه قامي ګټه ګرځوي٬ده د شهيد ماشوم عكسونه ښودلو سره ووئيل چې هند بې ګناه ماشومان شهيدان كړي۔ده مريد كے كښې د شهيد جومات او قرآن پاك نسخے ښودلو سره ووئيل كوم هم مذهب د دې اجازت نه وركوي۔ده ووئيل په 6 او 7 مئي د هند ګڼ شمېر جنګي الوتكې راغلې و مونږ درې رافيل٬يو مګ 29 او يو ايس يو30 رانسكور كړي دغسې هند په لائن په آف كنټرول ناترڅه ډزې كړې چې پكښې په خاص توګه وګړي په نښه كړی شوي۔ده ووئيل مونږ پرله پسې د جارحيت ځواب وركوو او مونږ يوازې د هند عسكري پوستې په نښه كوو٬مونږ د وګړو په نښه كولو باور نه لرو۔ده ووئيل كله چې مونږ بريد وكړو نو مونږ ته د هند ټي وي چينلو ضرورت نشته چې هغه رپورټ كړي٬د هغې غږونه به هر ځاې واورېدلې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ما داسې خبرونه اورېدلې چې د پاك هند د قامي سلامتيا سلاحكارو نيغ په نيغه رابطه شوې٬زه د دې خبرې تصديق كوم چې د هغوي ترمينځه كومې خبرې اترې نه دي شوې۔د پاكستان د اړخه په هند د ځوابي بريد په حقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل تاؤ تريخوالې څوك زياتوي؟٬ څوك په اشتعال نور اشتعال راپاروي؟آيا هغوي نوې معمول جوړول غواړي چې كله هم وغواړي د پولې پورې غاړه بريد وكړي او كله ډرونز رالېږلو سره وګړي هراساں كړي٬هند دلته ترهه ګري وكړي٬تاسو د پاكستان په اړه څه معلومات لرۍ چې مونږ به د دې اجازه وركړو؟۔ده ووئيل چې مونږ د پاكستان اولس٬د هېواد سلامتيا د دفاع كولو حق لرو٬مونږ تراوسه خپله دفاع كوو او مونږ لويې كاميابۍ ترلاسه كړي٬هغوي په ايل او سي ډزې كوي٬مونږ بيا هم ځوابي كاروائي كوو چې كله هغوي فضاﺀ كښې راځي نو ردعمل سره مخ كيږي٬مونږ به د خپلې خوښې د وخت٬د ځايې او تګلارې له مخې بريد كوو٬په دې موقع په خپلو خبرو كښې د پاك فضائيه افسر ووئيل مونږ په دوه دقيقې كښې دننه ردعمل كړی٬ګڼ شمېر هندي الوتكې راغلې٬زمونږ جنګي الوتكې په پوزېشن موجود وې٬ 60 الوتكې وې چې پكښې 14 رافيل شامل وې۔ده ووئيل زمونږ د اړخه 42 جديد جنګي الوتكو ردعمل كړی٬زمونږ تګلاره وه چې د خپل سټرينتھ له مخې وجنګېږو٬مونږ يو پلان لرلو٬مونږ ته معلومېده چې هغوي رافيل لري او مونږ هغه په نښه كړو۔ده ووئيل دا سلسله تقريبا ً يو ساعت روانه وه چې جنګي الوتكې بېرته لاړې۔