
اسلام آباد 09 مئي (اے پي پي)د پاكستان پيپلز پارټي د قامي اسمبلۍ غړي حاجي رسول بخش چانډيو وئېلي دي د پاك پوځ لخوا موثر او بشپړ ځواب نه پس د هند وزيراعظم نريندر مودي چاته د مخ ښودلو جوګه پاتې نه شو٬هند ته به داسې سبق اوښائيو چې هغوي راتلونكې نسلونه به ياد ساتي۔قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د هند اوسني جارحيت باندې روان بحث كښې د حاجي رسول بخش چانډيو ووئيل مونږ له يوازې د پاكستان او دفاع خبره پكار ده٬كه ضرورت رامخې ته شو نو مونږ به په وړاندې مورچو د پاك پوځ سره اوږه په اوږه جنګېږو٬كه وخت راغلو نو په په ځان پورې د بم تړلو نه به ډډه ونه كړو۔ده ووئيل هند د شپی په تياره كښې د بزدلو غوندې بريد كړے٬ولې چې هغوي ته معلومه ده د ورځې په رڼا كښې زمونږ ځوانانو ته د وړاندې كېدو هغوي همت نه لري خو زمونږ شاهين او سرلښكر هر وخت چمتو ولاړ دي او هغوي بشپړ ځواب وركولو سره دښمن د ټولې نړۍ په وړاندې په ډاګه كړے۔حاجي رسول بخش چانډيو ووئېل ټول قام دا مهال د خپلو مېړنو ځواكونو سره ولاړ دے٬د هېواد دفاع لپاره هر تن چمتو دے تر دې چې يو ماشوم بچې هم د دښمن په ضد جنګېدو ته چمتو دے۔ده ووئيل د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري هم په ښكاره توګه وئېلي دي چې ګوند د پاك پوځ سره ولاړ دے او هند ته به بشپړ ځواب وركولې شي كوم به چې تل ياد ساتي۔ده ووئيل مونږ ټول يو يوو٬د پاك پوځ پشمول ټولې ادارې په يو پېج دي او چاته به هم هېواد ته د ګوتې نيولو اجازه ورنه كړی شي۔