د تيل او ګاز څانګه د پاکستان د معیشت مهمه ستن ده۔علی پرویز ملك

اسلام آباد 09 مئي (اے پي پي) د پټرولیم وفاقی وزیر علی پرویز ملك د هېواد په معیشت كښې د تيل او ګاز صنعت کردار ستائېلو سره وئيلي دي د تيل او ګاز د لټون څانګه د پاكسان د معيشت مهمه ستن ده او حكومت په درآمدات انحصار کمولو ته پام لرنه كوي۔د پټروليم ډويژن د اړخه جاري اعلامیې له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاکستان پټرولیم ایکسپلوریشن اینډ پروډکشن کمپنیز ایسوسی ایشن (پیپکا) پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړه كوم چې د تنظیم چیئرمین طاها علي تیمی کنټری منیجر کوفپیك په مشرۍ كښې ده سره ملاقات وکړو۔ ملاقات كښې د تيل او ګاز په څانګه كښې په مهمو موقعو او چيلنجونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔وفاقی وزیر علي پرویز ملك د پیپکا د توان په څانګه كښې مهم كردار ستائېلو سره کاروباری ماحول ښه كولو لپاره د حكومت د عزم پخلے وكړو۔ده ووئيل پیپکا هېواد كښې د كار كوونكو مهمو پیداواری کمپنیو نمائندګی کوي كومې چې د پاکستان د توان منظر نامه كښې مهم كردار ترسره كوي۔