
اسلام آباد 08 مئی (اے پي پي) پخواني وزيراعظم او د پیپلز پارټي لارښود راجه پرویز اشرف وئېلې دي مودي په پهلګام كښې فالس فلیګ آپریشن نه پس د شپې په پاکستان بريد وكړو د كوم چې زمونږ وسله والو ځواكونو په زړه پورې ځواب وركړو، هند چې په كومو رافیل الوتكو غرور كولو هغه په زمكه كښې ښخښې كړې شوې ۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پهلګام پیښې نه پس او د هند د بزدلانه بريدونو خلاف بحث كښې راجه پرویز اشرف ووئېل د مودي سیاست، د نفرت سیاست دے، هغه عمر له په بې بنسټه قيصو اورېدو په پاكستان تورونه لګوي ،پھلګام كښې هم د دغسې فالس فلیګ آپریشن نه پس د شپې هند بريد وكړو۔ پخواني وزیراعظم ووئېل زمونږ پوځونو په زړه پوري ډول ځواب وركړو ،ده ووئېل مونږ پخپل پوځ وياړ لرو ،هند عمر له په اولسي ځايونو بريد كوي خو پاكستان يوازې ملټري اهداف په نخښه كړل ۔ ده ووئېل ټول قام د خپلو پوځونو سره ولاړ دے او وياړېږي پرې ، ده ووئېل مودي ته وئېل غواړم چې هغه دې لپاره ډېر چمتوالے نيولے ؤ خو ناكامه شو۔ده ووئېل هند پاکستان كښې هر ډول ترهه ګري سپورټ کوي