د پاكستان وسله والو ځواكونو د هند يو بل بريد ناكامه كړو ٬ د پينډۍ ٬ بهاولپور ٬ ګوجرانواله او اټك پشمول په بيلو سيمو كښی يۍ 12 ډرونز وويشتل٬ په ډرون بريدونو كښې يو وګړے شهيد ٬ 4 پوځي ځوانان ژوبل شول٬ د پاك پوځ وياند

پېنډۍ – 8 مئی (اے پی پی) د پاکستان د وسله والو ځواكونو وياند لېفټېننټ جنرل احمد شریف چوھدري وئيلي دي د پاكستان وسله والو ځواكونو د هند يو بل بريد ناكامه كړے دے٬ پاك پوځ د پېنډۍ ٬ بهاولپور ٬ ګوجرانواله او اټك په شمول په بيلو سيمو كښی 12 ډرونز راغورځولې دي ٬ په لاهور او سندھ ډرون بريدونو كښې يو وګړے شهيد او د پاك پوځ 4 ځوانان شهيدان شوي۔ د زيارت په ورځ ميډيا ته بريفنګ كښې ډي جي آئي اېس پي آر لېفټېننټ جنرال احمد شریف چوهدری ووئيل هند يو وارې بيا جارحيت كولو سره د پاكستان د فضائي پولو خلاف ورزي كړې ۔ په بېلو ښارونو كښې د هند لخوا رالېږلې شوي ټول 12 هیروپ ډرونز ويشتلې شوي ۔ ده ووئيل د افسوس خبره دا ده چې په لاهور كښې يو ډرون د پوځي تنصيب په نخښه كولو كښې كامياب شو چې په نتيجه كښې يۍ 4 ځوانان ژوبل شول او آلات په جزوي توګه زيانمن شول۔ د پاك پوځ وياند ووئيل په میانو سندھ كښې د ډرون بريد په نتيجه كښې يو وګړے شهيد او بل ژوبل شوے ۔ ده ووئيل هند د 7 مئي په شپه په پاكستان بريد كولو سره مېرمنې ٬ كوچنيان او د مشرانو په شمول بې ګناه وګړي او جوماتونه په نخښه كړل او د دې په ځواب كښې زيان سره مخ كړے شو۔ د هند 5 الوتكې او يو شمېر ډرونزو وويشتلې شول٬ په لائن آف كنټرول زيات ځاني زيان او د چوكو تباهۍ سره مخ شو۔ د پاك پوځ وياند ووئيل هند چې د شپی كوم جارحيت كړے دے هغه زيات پارونكے فعل ؤ او ستاسو ځواكونو ورته بشپړ ځواب وركړے۔ ده ووئيل پاكستان ته د هیروپ ډرونز رالېږلو عمل روان دے او پاك پوځ دا په نخښه كوي۔ لېفټېننټ جنرل احمد شریف چوهدري ووئيل نړۍ وينې چې هند نه يوازې د منطقې بلكې د ګردې نړۍ امن خطر سره مخ كوي۔ ده ووئيل مونږ د هر ډول خطرو او هر ډول جارحيت مقابله كولې شوو بلكې جارحيت كوؤنكو ته د سبق ښودلو عزم او بشپړ صلاحيت لرؤ۔ ده ووئيل په دې كښې هېڅ شك نشته چې هند د جارحيت د اقدامات ډېر زيان پورته كړے او دغسې به پورته كوي۔