
اسلام آباد۔8مئي (اے پي پي ) د پي آئي اے وياند وئېلې دي هېواد كښې د اوسني سکیورټي صورتحال په سبب پاکستان كښې فضائي آپریشن متاثره شوے ، د روټس عارضي بندول د هېواد ائیرلائنز اثاثو او د مسافرو خپل حفاظت په خاطر کېږي ۔وياند ووئېل د پي آئي اے د اړخه د زيارت په ورځ جاري بیان تر مخه فضائي حفاظت تر مخه څه روټس د حفظ ما تقدم په توګه محدود کولې شي چې ورسره د هغه سیکټر پروازنه متاثره كېږي – مسافروں ته خواست دے چې د معاملې د نزاکت ادراک وكړي او ائیرلائن عملې سره مرسته وكړي – د مسافرو سهولت لپاره د پي آئي اے کال سینټر څخه د هغوي په فون نمبر خبرتيا وركړې كېږي – پي آئي اے د ډائیورټ كېدونكو پروازونو د مسافرو مکمل خيال ساتي چې پكښې د هغوي د قیام و طعام بندوبست شامل دے – وياند ووئېل مسافرو ته خواست دے چې د ائیر پورټ راتګ نه وړاندې پی آئی اے کال سینټر او ویب سائټ څخه رجوع وكړي او د خپلو پروازونو په اړه په وخت معلومات تر لاسه كړي