د بې ګناه وګړو د وينې تر آخري څاڅكي به حساب اخلو٬پاك پوځ د خپلې دفاع په مهال د هند هغه پوځي اهداف په نښه كړي چرته څخه چې په پاكستان بريد شوې۔د آئي اېس پي آر ډي جي

پینډي 07 مئي (اے پي پي)د آئي اېس پي آر ډي جي ليفټيننټ جنرال احمد شريف چوهدري وئېلي دي چې كم ظرفه او بزدل دښمن د پاك پوځ مقابله كولو په ځاې بې ګناه وګړي او آبادي په نښه كړې٬د پاكستان عيور اولس سره لوظ كوو چې د بې ګناه وګړو د وينې تر آخري څاڅكي به حساب اخلو٬پاك پوځ د خپلې دفاع په مهال د هند هغه پوځي اهداف په نښه كړي چرته څخه چې په پاكستان بريد شوې٬د هند په ناوړه بريد كښې 31 وګړي شهيدان او 57 ژوبل شوي٬غېر ملكي ميډيا د هغه ټولو ځايونو دوره كړې په كوم ځايونو چې هند بريد كړې٬ميډيا پخپله كتلې چې دغه ځايونو كښې دترهه ګرۍ تربيتي كيمپ نه بلكې جوماتونه وو كوم چې شهيد كړې شوي دي۔د شورو په ماښام ميډيا ته بريفنګ وركولو سره د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل هند تېره شپه شهري آبادي په نښه كړې د كوم په نتيجه كښې چې 31 بې ګناه وګړي شهيدان او 57 ژوبل شوي۔د هند د دې ناوړه بريد چې څومره هم غندنه وكړې شي كمه ده٬د دې بريدونو سره د هند مكروه مخ نړۍ ته په ډاګه شوې٬زمونږ دښمن دومره كم ظرفه او بزدله ده كوم چې په خپل وړاندې د پوځ سره د جنګ په ځاې د شپی په تياره كښې بې ګناه وګړي او آبادۍ په نښه كوي۔ده ووئيل په دې بريد كښې كم عمره ماشوم هم شهيد شوې آيا دغه ترهه ګر ؤ كوم چې په نښه كړې شوې۔ده ووئيل هند د خپل پراكسيز د لارې پاكستان كښې ترهه ګري كوي كله چې پاكستان د هغوي لپاره د زمكې تنګول پیل كړل نو هند به په خپله د خپل پوځ سره د ترهه ګرۍ كاروائي پېل كړي۔دا ترهه ګري نه نو څه دي۔ده ووئيل دا خبره ثابته شوې چې ټرانس نېشنل تيررام كښې هند ككړ دے٬دا خبره د نړۍ په وړاندې ثابت شوې۔ده ووئيل هند په بېلو ځايونو جوماتونه په نښه كړي٬قرآن پاك يې شهيد كړی٬بهاولپور او مريد كښې جوماتونه په بشپړه توګه شهيدان شوي۔ډي جي آئي اېس پي آر ووئيل د نړۍ كوم مذهب دې چې د بل مذهب د عبادت ځايونه او قرآن پاك شهيد كړي۔ده ووئيل زمونږ پوځ د هندي پوځ بريګيډ هیډ کوارټر، یونټ بټالین هیډ کوارټر، جنګل ون پوسټ، جورا پوسټ، دھرمسال، شاہ پور پوسټ، چکوټھی سیکټر، لیپه سیکټر، بټل سیکټر، سانګھړ پوسټ، چیړی کوټ سیکټر، نیزہ پیر سیکټر پوسټ، سرلیا پوسټ پشمول هغه پوسټونه په نښه كړي چرته څخه چې ډزې شوې وې۔ده ووئيل پاك پوځ د هند 7 ډرونز رانسكور كړي او هغه ډرونز يې قبضه كښې اخستلې۔ده ووئيل تراوسه په دې ټولو مصروفياتو كښې د پاك پوځ هېڅ زيان شوې او نه د پاك فضائيه كومې الوتكې ته زيان رسېدلې۔د آئي اې پي آر ډي جي ووئيل د 7 مئي په شپه د نړيوال او سيمه ايزو پروازونو لپاره هم خطر و هغه وخت 57 پروازونه فضاﺀ كښې و۔ده ووئيل په نيلم جهلم هائيډرو پاور پراجيكټ هم بريد شوې۔ده ووئيل د قامي سلامتيا په غونډه كښې ترسره شوې چې د ملګرو ملتونو آرټيكل 51 ترمخه پاكستان د دفاع حق استعمالولو سره وسله والو ځواكونو له د مناسب وخت ځايې او پريكړې اختيار وركړې شوې۔ده ووئيل قوم په خپلو ځواكونو وياړ لري٬دواړه د هندي جارحيت په ضد يو موټې دي٬زمونږ د امن خواهش دې كمزورې ونه ګڼلې شي۔ده ووئيل د پاكستان غيور اولس له باور وركوو چې د بې ګناه وګړو ناحق وينې تر آخري څاڅكي حساب به اخستلې شي۔