
اسلام آباد07 مئي (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د هند بلا اشتعال جارحيت نه پس تركيه پاكستان سره يو والي او ملاتړ ستائنه كولو سره وئېلي دي چې د پاكستان په خپلواكۍ او سيمه ايز سلامتيا د هند بزدلانه بريد سوئېلي آسيا كښې امن او استحكام خطر سره مخ كړی٬دا به قبلولې نه شي۔د تركيه صدر رجب طيب اردوان وئېلي دي چې تركيه د صورتحال تاؤ تريخوالي كمولو ملاتړ كوي او د پاكستان پخواني دوست په توګه خپل كردار ادا كولو له چمتو دے۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د تركيې صدر رجب طيب اردوان ټېليفوني خبري كړې۔وزيراعظم د هند بلا اشتعال جارحيت نه پس د تركيې پاكستان سره يو والي او ملاتړ ستائنه وكړه۔ده د هند ميزائل بريدونو په سختو ټكو كښې غندنه وكړه چې په نتيجه كښې يې 26 بې ګناه سړي٬ مېرمنې او ماشومان شهيدان شوي۔ده ووئيل چې د پاكستان په خپلواكۍ او سيمه ايز سلامتيا د هند بزدلانه بريد سوئېلي آسيا كښې امن او استحكام خطر سره مخ كړی٬دا د نه قبلولو وړ دے۔صدر اردوان پاكستاني وګړو په قيمتي ځاني زيان د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ده سوئېلي آسيا كښې د امن لپاره د پاكستان عزم ستائېلو سره د پاكستان اولس سره د تركيې لخوا د يو والي پخلې وكړو۔په منطقه كښې امن لپاره د پاكستان عزم پخلې كولو سره وزيراعظم ټول قوت او طاقت سره خپلې خپلواكۍ او سيمه ايز سلامتيا دفاع لپاره د پاكستان عزم پخلې وكړو۔وزيراعظم ووئيل چې پاكستان د هند نه بغېر كوم ثبوت وركولو پهلګام پیښه كښې د پاكستان د دروغو په بنياد ككړ كولو هڅې په ښكاره توګه رد كوي۔ده ووئيل چې هند د دې پیښې غېر جانبدار او سپيځلې نړيوال پلټنو وړانديز ځواب نه دې وركړې او د دې په ځاې د جارحيت او غېر ذمه دارانه رياستي رويې خطر لاره اختيار كړی۔صدر اردوان ووئيل چې د تركيې خارجه وزير نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار سره نن خبره كړې او دواړو موجوده صورتحال تفصيلي خيالاتو څرګندونه كړی۔ده ووئيل چې تركيه صورتحال تاؤ تريخوالي كمولو ملاتړ كوي او د پاكستان پخواني دوست په توګه خپل كردار ادا كولو له تيار دے۔ده ووئيل چې د تركيې قوم د پاكستان سفارتي اقدامات كاميابۍ لپاره لاس په دعا دے۔