
اسلام آباد 07مئی(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د قامي سلامتيا٬د هېواد سلامتيا او سيمه ايزې خپلواكۍ تحفظ او دفاع باوري كولو د عزم پخلي سره وئېلي دي چې هند به د خپل جارحيت د غلطۍ نتيجې سره مخ كيږي٬مونږ لوظ كوو چې د ټولو شهيدانو د وينې د يو يو څاڅكي به حساب اخلو٬پاكستان د رواياتي وسلو په جنګ كښې خپل وړاندې والې په دښمن يو ځل بيا ثابت كړې۔مونږ د هندي جارحيت په زړه پورې ځواب وركړی٬د كوم په نتيجه كښې چې دښمن زيان شوې٬هند په پاكستان د بريد سره زمونږ پام د ترهه ګرۍ منطقي انجام ته رسولو انجام ته رسولو څخه نشي ګرځولې٬ټول قام د هېواد دفاع لپاره د خپلو وسله والو ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ قوم ته خطاب كښې وكړه۔وزيراعظم ووئيل تېره شپه چې هند جارحيت كولو سره كومه غلطي كړې د هغې د نتيجې سره به اوس مخ كيږي٬هغه په دې غلط فهمۍ كښې و چې مونږ به په شا شو٬خو هغوي په دې نه دي پوهه چې دا هغه بهادر قوم دے كوم چې په خپل عزم كښې فولادي دے او د هېواد د عزت او حفاظت لپاره د وينې د آخري څاڅكي جنګيږي۔ده ووئيل تېره شپه ټولې نړۍ ليدلې چې په عددي اعتبار سره څو چنده لويې ډښمن ماتې سره مخ شوې او د لويې څښتن په فضل زمونږ ځواكونو په فضاﺀ كښې يو داسې طوفان راوستې چې د دښمن چغې پورته شوي٬د هند پنځه جنګي الوتكې رانسكورې كړې شوي په كوم به چې هغوي فخر كولو٬دا زمونږ په زړه پورې ځواب و۔ده ووئيل د هند په ناوړه بريدونو كښې 26 بې ګناه وګړي شهيدان او 46 ژوبل شوي۔په دې كښې ماشومان او ميرمنې هم شامل دي٬د يو شهيد ماشوم ارتضٰی عباس په جنازه كښې ما پخپله ګډون كړې٬د هغه عمر 7 كاله و٬د خپلې مور او ورور سره په كور كښې و او په بريد كښې شهيد شو٬دا ډول نور عظيم پاكستاني شهيدانو ته پیرزوئنې وړاندې كوم۔د پاكستان ټول قام د دغې شهيدانو د كورنيو سره دے او د ژوبل كسانو زر روغتيا له لاس په دعا يو۔وزيراعظم ووئيل مونږ دا لوظ كوو چې د شهيدانو د وينې د يو يو څاڅكي به حساب اخلو۔دا هغه بزدل دښمن دے كوم چې په بې ګناه وګړو بريد كولو سره خپل ځان قوي ګڼي۔وزيراعظم ووئيل تېره شپه مونږ ثابته كړی چې پاكستان په خپله دفاع كښې ځواب وركول پیژني۔نن ټول قوم د خپل بهادر ځواكونو ته سلام كوي۔ده ووئيل په لائن آف كنټرول يو ساعت فضائي جنګ كښې د پاكستان پائېلټان په خپل سرحدي حدود كښې پاتې كېدو سره اعلٰی پشه وره پوهې٬بهادرۍ او شجاعت سره د دښمن الوتكې رانسكورې كړي۔په دې رواياتي جنګ كښې پاكستان په دښمن يو ځل بيا وړاندې والې ترلاسه كړې۔ده ووئيل د جوائنټ چيفس آف سټا كمېټۍ چيئرمېن جنرال ساحر شمشاد مرزا٬سرلښكر جنرال عاصم منير٬د پاك فضائيه مشر ايئر مارشل ظهير احمد سدهو او د پاك بحريه مشر نويد اشرف پشمول پاك پوځ ټولو افسرانو او سپاهيانو ته سلام كوم او باور وركوم چې 24 كروړه پاكستانيان په هغوي وياړ لري۔شهباز شريف ووئيل د پهګلام پېښې په نتيجه كښې په پاكستان بريد بې بنسټه او هېڅ جواز نه لري٬د امن خوښې هېواد په توګه پاكستان د دې پیښې د پلټنو وړاندېز كړی و٬د كوم چې ټولې نړۍ بشپړه تائيد كړې خو هند نړيوال قانون او د نړيوالو تقاضو خلافي ورزي كولو سره د جارحيت لاره خپله كړې۔د نړيوال قانون او ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې مقبوضه جمو او كشمير يوه شخړيزه سيمه وه او دا به تر هغه وخت وي تر څو چې كشميريانو له د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې د رايو وركولو حق نه وي وركړې شوې۔هند چې څومره هم يوه اړخيزه پريكړه وكړي خو دې سره حقيقت چرې نشي بدلېدې۔ده ووئيل په سيمه كښې د ترهه ګرۍ له امله تر ټولو زيات ځپلې شوې هېواد پاكستان دے٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې مونږ لويې قربانۍ وركړی٬دا د هند غلط فهمي ده چې د موجوده كمپائن سره به د ترهه ګرۍ ختمولو جنګ څخه زمونږ پام وګرځوي٬مونږ به دا جنګ تر منطقي انجام رسولو سره په آرام كېښنو۔ده ووئيل د هېواد عزت٬سلامتيا او دفاع لپاره پاك پوځ او اولس يو موټې دي 24 كروړه پاكستانيان د پاك پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ دي او د دښمن مقابله كولو سره به باطل له ماتې وركوو۔وزيراعظم محمد شهباز شريف د خپل خطاب آغاز د قرآن پاك د آيت څخه وكړو