د پاك پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير د ايئر هېډكوارټر دوره

پېنډي07مئی(اے پی پی)د پاك پوح سرلښكر جنرال سيد عاصم منير د شورو په ورځ د ايئر هېډكوارټر دوره وكړه چرته چې چيف آف ايئر سټاف ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو د هغه هركلے وكړو۔د آئي اېس پي آر له مخې سرلښكر عاصم منير چيف آف ايئر سټاف او ايئر فورس له د هندي ځواكونو د اړخه د جارحيت ناوړه منصوبه په سمدستي توګه ناكامه كولو هغوي ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔سرلښكر يو ځل بيا د دښمن الوتكو په رانسكورولو د ايئر فورس ستائنه وكړه۔سرلښكر د درې واړو سروسز ترمينځه ښه مرسته وستائېله۔د ملاقات په مهال د دې عزم پخلې وشو چې چا له به هم د پاكستان د جغرافيائي سلامتيا خلاف ورزي كولو اجازه نشي وركولې۔څوك چې هم دا هڅه كوي په زړه پورې كاروائي به كولې شي۔