اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) حکومت د پاکستان مالياتي څانګه كښې تاريخي اقدام كولو سره د هېواد وړومبے ګرين سکوك د اجراء كولو اعلان کړے ۔د خزاني وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې دې انقلابي مالياتي انسټرومنټ سره به نه يواځي د پاکستان سکوک مارکيټ كښې ښه والے راشي بلكه ماحول دوسته منصوبو كښې به سرمايه كارۍ ته وده وركولو سره د معاشي پرمختګ لاري پرانستلې شي۔ د ګرين سکوك وړومبې اجراء به د 20 نه تر 30 اربه روپو ترمينځه وي،كومه به چې د نيلامۍ عمل د لارې كولې شي۔ د نوي مالياتي آلے فهرست جوړولو او وده كښې به د پاکستان سټاك ايکسچينج مرکزي کردار ترسره كوي۔ ګرين سکوك پروګرام لپاره د شريكو مالي صلاحكارو خدمات ترلاسه كړې شوي چې پكښې ميزان بينك لميټډ، بينك الفلاح لميټډ، دبئي اسلامك بينك پاکستان لميټډ او بينك اسلامي پاکستان شامل دي۔دا اقدام کابينې منظور شوې سسټين ايبل انويسټمنټ سکوك فريم ورك ترمخه دے كوم چې وژن 2028 اهداف او په خاص توګه د سود نه غير معيشت پلو منتقل كيدو سره بشپړه همغږي لري۔