
اسلام آباد۔7مئی (اے پی پی) د خزانې وزير سنېټر محمد اورنګزېب په مشرۍ كښې هنګامي غونډه د مالیاتي مارکیټ تسلسل او د قامي اقتصادي سلامتیا په اړه د خزانې وزارتِ كښې د شورو په ورځ وشوه۔ غونډه د اوسني هندي يرغل نه پس منطقه كښې د زياتېدونكې تاو تريخوالي تر مخه د مالیاتي صورتحال جاج اغستو لپاره رابللې شوې وه ۔ غونډه كښې ګورنر اسټیټ بینک آف پاکستان، چیئرمین سیکورټیز اینډ ایکسچینج کمیشن آف پاکستان (ایس اي سي پي )، سیکرټري خزانه او د خزانې وزارت اعلیٰ چارواكو ګډون وكړو ۔ غونډه كښې د جامع او په مربوط انداز د اسټاک مارکیټ، قرضه جاتي مارکیټ، زرمبادله او د انټر بینک مارکیټس د صورتحال په تفصیل سره جاج واغستلے شو ۔ګډون كوونكو په دې حقله د سمدستي خطرات تجزیه كولو سره د هېواد د مالیاتی نظام استحکام او تحفظ له عزم وكړو ۔ غونډې د مارکیټ تسلسل او د استحکام اهمیت تر مخه د حکومت د اړخه ټولو مالیاتي او اړوندو څانګو كښې د کاروباري هلو ځلو تسلسل باوري كولو له عزم وكړو۔ ۔د پاکستان اقتصادي ډھانچې تحفظ او مالیاتي مارکیټ ته د اطمینان، لارښونې او د اعتماد وركولو لپاره د ټولو مؤثر او مضبوط ګامونه پورته كولو له مکمل باور او عزم ظاهر کړے شو۔ ۔ غونډه كښې موجودہ صورتحال كښې د هر ډول خطرو، په خاص توګه د سائبر سیکیورټي او مواصلاتي نظام په اړه په اضافي توګه محتاط او د چمتو پاتي كېدو عزم څرګند كړے شو۔ ۔ غونډه كښې مالیاتي ادارو كښې د آپریشنز تسلسل، هم غږۍ او محفوظ روابطو برقرار ساتلو لپاره د متبادلو تګلارو په مضبوطولو او مستحکم كولو زور راوؤلے شو۔ ۔ غونډه كښې د بدلېدونكې صورتحال باقاعده د جاج اغستو او د کاروباری طبقو اعتماد بحال ساتلو او په وخت د رہنمائۍ او د اطمینان په وركولو اتفاق وكړے شو۔