
پېنډۍ 07 مئي (اے پي پي) د هند بزدلانه بريد نه وروستو د پاك پوځ د سانګھړ پوسټ نه د ځوابي كارروائي نور وېډيو فوټېج رامخې ته شول چې پكښې وړومبے او د كارروائۍ نه پس مناظر ليدلې كېدې شي چې پاك پوځ د هند يرغل بشپړ ځواب وركړے او په سانګھړ پوسټ د هند پوځ تسليم شوے٬ د پاك پوځ لخوا په لائن آف كنټرول د دښمن پوستو ته د لوي زيان رسولو لړۍ روانه ده٬ د دې نه وړاندې په ليپه، چورا كمپليكس پوسته او چكوټھي سيكټر كښې هم هندي پوځ سپين بېرغ هسك كړے ٶ۔ د سكيورټي ذرائعو له مخې د هندي پوځ په توره شپه كښې يرغل څخه د سهار په رڼا كښې مخ د څرګندولو جوګه نه دې پاتي شوے٬ د هندي پوځ د بزدلانه كارروائيو پاك پوځ موثر ځواب وركوي