
پېنډۍ 07 مئي (اے پي پي) پاك پوځ د هند د بزدلانه بريد نه وروسته د شاندار ځوابي كاروائۍ په مهال هندي پوځ ته كرا ځواب وركړې٬ پاك پوځ د هند 6 مهار بټالين هيډكوارټر ړنګ كړې او يو بل ډرون ئې هم په نښه كړې۔ د سكيورټي ذرائعو له مخې پاك پوځ لخوا د سخت ځواب په مهال د هندي پوځ د بريګيډ هيډكوارټر نه وروسته يو بل زيان سره مخ شوے٬ پاك پوځ د ځوابي كاوروائۍ په مهال د هند د 6 مهار بټالين هيډ كوارټر تباه شوے دے كوم چې د آزاد كشمير د ليپا سيمې مخامخ د هند په غېر قانوني تسلط جمو و كشمير كښې دے٬ بلخوا د هند د بزدلانه بريد نه وروسته پاك پوځ د هند يو بل ډرون په نښه كړې٬ شكر ګړھ سيكټر كښې د هندي پوځ ډرون پاكستان رېنجرز په نښه كړے٬ د ډرون د لارې د دراندازۍ ناكامه هڅه د شورو په ورځ سهار شوے٬ پاك پوځ د دښمن د هر يرغل مضبوط ځواب وركولو كښې مصروف دے