د پاك پوځ لخوا د هند په ضد ځوابي كاروائۍ په كاميابۍ سره جاري دي٬ هندي پوځ په چورا كمپليكس پوسټ سپېن بېرغ هسك كړو۔ سيكورټي ذرائع

پېنډۍ07 مئي (اے پي پي) د پاك پوځ لخوا د هند په ضد ځوابي كاروائۍ په كاميابۍ سره جاري دي٬ په اېل او سي د هندي پوځ چھتري پوسټ، بانډه سكيټر،جنګل ون،سرليا-ون، دھرمسل ون، ټو پشمول يو شمېر پوستې تباه كړے شوے دي، د هندي پوځ لخوا په چورا كمپليكس پوسټ سپين بېرغ هسك كړے شوے٬ د سكيورټي ذرائعو له مخې د پاك پوځ په ځوابي كارروائۍ كښې په اېل او سي هندي چھتري پوسټ ړنګ كړے شوے٬ پاك پوځ د هند د جارحيت بشپړه ځواب وركوي٬ د هند د بزدلانه بريد نه وروسته پاك پوځ په پانډو سكيټر كښې د هند پوسته تباه كړے ده٬ هند د بزدلانه كاروائۍ كولو په مهال په توره شپه كښې د پاكستان په بې ګناه وګرو بريد كړې٬ پاك پوځ موثره ځوابي كارروائي كولو په پانډو سيكټر كښې د هند چيك پوسټ جنګل-1 تباه كړے په چيك پوسته د تباهۍ نه وروسته سيمه لوګې لوګې وه٬ بلخوا هند د بزدلانه بريد نه وروسته په شا تنبېدو سره په اېل او سي په چورا كمپليكس سپين بېرغ هسك كړے٬ سپين بيرغ هسك كولو سره هندي پوځ ماتې منلے دے٬ په لائن آف كنټرول د پاك پوځ كاروائۍ په مهال په كوټ كټھيرا سيكټر (كوټلي) كښې د دښمن سرليا-1 پوسته تباه كړې شوې ده٬ كوم چې د مارټر ګولے د لارې په نښه كړې شوې چې ورسره هندي پوسته د لوګي په وريځ كښې پټه شوې٬ د پاك پوځ د ځوابي كارروائۍ په مهال په لائن آف كنټرول، بټل سيكټر كښې د دښمن دھرمسل-1 او 2 پوستې ، نيزه پير سيكټر ته مقابل د هندي شاهپور-3 پوسته هم تباه كړې شوې ده٬ د هند د جارحيت پاك پوځ هم د ھغوي په ژبه كښې ځواب وركوي چې پكښې دښمن ته لوے زيان كېږي