په پاکستان او آزاد کشمير كښې د هند په بې دليله بريدونو هندي ناظم الامور خارجه دفتر ته رابللو سره احتجاج وكړې شو۔ د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) په پاکستان او آزاد کشمير كښې د هند په بې دليله بريدونو احتجاج رېكارډ كولو لپاره هندي ناظم الامور د شورو په ورځ خارجه دفتر ته رابللے شوے۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې د دې بريدونو په نتيجه كښې د مېرمنو او كوچنيانو پشمول يو شمېر وګړي شهيدان او ژوبل شوي۔ خارجه وزارت لخوا په جاري بيان كښې ووئيل شول چې د هند د يرغل كاروائۍ د پاكستان د خپلواكۍ سخته خلاف ورزي ده٬ دا اقدامات د ملګرو ملتونو د منشور، نړيوال قانون او د رياستونو ترمنځ د اړیکو د تنظیمولو د تاسیس شوې اصولو منافي دي۔ بيان له مخې پاكستان د هند د دښمنۍ بې بنسټه جواز په سختۍ سره مسترد كړے دے۔