پاکستان د غیر ملکی سرمایه كارو لپاره زړه راكښونكې هېواد دے، فن لینډ سرمایه كارو له به هر ممکن آسانۍ وركولې شي۔جام کمال خان

اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) د تجارت وفاقی وزیر جام کمال خان وئيلي دي چې پاکستان د غیر ملکی سرمایه كارو لپاره زړه راكښونكې هېواد دے، فن لینډ سرمایه كارو له به هر ممکن آسانۍ وركولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده ځائې هوټل كښې 13م د فن لینډ-پاکستان بزنس سمټ پرانستي په موقع وكړه۔د تجارت وزير جام کمال خان ووئيل د وزیر اعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې په يو نيم كال كښې د هېواد معيشت كښې په زړه پوري ښه والي راغلې،فراطِ زر كښې کمې شوي، شرح سود کم شوې او کرنسی مارکیټ كښې استحکام راغلې۔ده ووئيل موجودہ حکومت كوټلي اقتصادی پرمختګ لپاره ے بنیاد وركوي۔ده ووئيل تيره يوه مياشت كښې درې لوئ ایکسپوز شوې كوم چې د دې خبري ثبوت دې چې پاکستان په نړيواله كچه متحرك کردار ترسره كوي۔ فن لینډ-پاکستان بزنس کونسل او د دې د چیئرمېن ولی ایئریولا هڅي ستائلو سره د تجارت وزير ووئيل دا پلیټ فارم تيري لسيزي راهسې پرله پسې د دواړو هېوادونو کاروباری كسان ، اختراع کار او اداري يو بل ته رانزدې كولو كښې په زړه پورې كردار ترسره كوي۔ده په پاكستان كښې د فن لینډ سفیر هنو ریپاتی د اړخه دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو كښې په کردار ترسره كولو د هغه مننه وكړه۔په دې موقع د فن لینډ سفیر هنو ریپاتی هم د تجارت وزير د خیالاتو سره اتفاق کولو سره ووئيل دا په پاکستان كښې د سرمایه كارۍ لپاره ښه وخت دے،دلته چاپيرچل مستحکم دے، افرادی قوت هنرمند دے او موقعې زياتيږي