
اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر عطاء اللہ تارړ وئيلي دي د هند د اړخه په پاکستان د دروغو تورونه لګول کومه نوي خبره نه ده،د هند د ترهه ګرۍ د خیالی کیمپس د دروغو ډنډوره ناكامه شوې،د لائن آف کنټرول خوا او شا ټولو سيمو كښې ژوند د معمول له مخې روان دے٬ هند عمر له د پاکستان بدنامولو لپاره په دروغو اډانه بیانیه وړاندې كړې خو پاکستان په هره موقع د ذمه وارۍ ، سپېځلتيا او په حقیقت اډانه غبرګون ښودلے ،نن هم ميډيا د لائن آف کنټرول د سيمو دوره كړې د كومو په اړه چې هند د ترهه ګرۍ د خیالی کیمپس بې بنسټه ډنډورې كړي،په لائن آف کنټرول ټولو سيمو كښې ژوند د معمول له مخې روان دے۔د ګل په ورځ د کنټرول لائن دورې په موقع میډیا سره خبرو كښې عطاء اللہ تارړ ووئيل د آزاد کشمیر نور شاہ او پیر چناسي سيمو په اړه د هند تورونه بے بنسټه دي،هلته ځائې آبادي د معمول له مخې ژوند كوي او تعلیمی ادارې هم پرانستي دي او سیلګري هم د معمول له مخې روانه ده ۔ده ووئيل په دغه سيمو كښې نه د ترهه ګرۍ كوم کیمپ شته او نه داسې څه هلي ځلي شته د كومو چې هند ادعا کوي۔ وفاقی وزیر ووئيل د هند د اړخه په كال 2019ء كښې د پلوامه پېښې نه پس هم په بالاکوټ كښې د خیالی ټریننګ کیمپونو ډرامه شوې وه د كومې چې مونږ د زمكيز حقائقو او شواهدو سره ځواب وركړے۔دا ځل هم هند د نقشې په بنیاد د دروغو ډنډوره كړې خو مونږ ميډيا له موقع وركړه چې راشي او پخپله اوګوري چې دغه تورونه بے بنسټه دي۔ عطاء اللہ تارړ ووئيل پاکستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې 90 زره څخه د زياتو قیمتی ځانونو قرباني وركړې او نن هم په لويديزه پوله د ترهه ګرو په ضد كاروائي كوي۔ده ووئيل پاکستان يو ذمه وار هېواد دے كوم چې امن غواړي خو د خپلي سلامتیا او خپلواكۍ دفاع څخه بې غوره نه دے۔ده ووئيل پاکستان د هند په ضد ترهه ګرۍ كښې د ككړيدو كوټلي شواهد لري۔ کلبھوشن یادیو يو ژوندے مثال دے كوم چې پاکستان كښې په تخریبی هلو ځلو كښې ككړ نيولے شوے۔ ده ووئېل د جعفر ایکسپریس بريد نه پس د ميډيا د اړخه نه يواځي د ترهه ګرو څخه فوټیج ترلاسه شوي بلكه د هغې په نشر كولو يې د خوشحالۍ څرګندونه كړې حالانکه دا پېښه د نړۍ تر ټولو لويو پېښو كښې يوه وه۔ ده ووئيل د بی ایل اے د اړخه پاکستان كښې د ترهه ګرۍ پېښو نه پس د هند په چینلز د هغوي مركې او بیانونه نشر كيدل د دې خبرې ثبوت دے چې دغه عناصرو ته د هند سرپرستی ترلاسه ده۔ده ووئيل د پهلګام پېښه كومه چې د پاكستان سره هيڅ تعلق نه لري، د هغې په بنیاد په پاکستان تورونه لګولې شوي حالانکه اېف آئی آر د پېښي څخه لس دقيقي پس درج کړے شوے او په انټرنېشنل میډیا هم ښودلے شوے چ۔د اطلاعات وزیر ووئيل د هند 9 لكهه قابض عسكر د هند غیر قانوني تسلط لاندې جموں او کشمیر كښې موجود دي، آيا هغوي يواځي په کشمیریانو ظلمونو كولو لپاره تعینات دي؟ پهلګام پېښه په حقیقت كښې د هند د امنيتي ادارو ناکامی ده۔ده ووئيل په پاکستان د دغه فالس فلیګ آپریشن تور ورتپلو هڅه ناكامه شوې ځكه چې پاکستان د پېښي د پاكو پلټنو وړانديز كړے كوم چې د دې خبري ثبوت دے چې زمونږ لاسونه پاك دي۔ده ووئيل زمونږ د امن خواهش دې زمونږ كمزوري ونه ګڼلې شي،مونږ خپله دفاع باندې پوهېږو۔ده ووئيل د پلوامه نه پس هند چې كله بريد كړے ؤ نو مونږ د هند دوه الوتكي رانسكوري كړې وې او د هغې پائلټ هم نيولے شوے ؤ ،كه هند د پاكستان پلو په خيرنه سترګه وكتل نو داسې ځواب به وركولې شي چې د هند نسلونه به يې ياد ولري۔ عطاء اللہ تارړ ووئيل هند نه يواځي سيمه بلكه نړۍ كښې د ترهه ګرۍ پېښو كښې ككړ موندلے شوے۔ امریکا او د کاناډا سکھ لارښودو د قتل منصوبه بندۍ كښې هم د هند کردار رامخې ته شوے۔ د کاناډا وزیراعظم په واضحه ټكو كښې وئيلي دي چې هردیپ سنګھ نجر په وژنه كښې هند ككړ دے۔ د اطلاعات وفاقی وزیر په ډاګه كړه چې د لائن آف کنټرول سره ټولي سيمي امناكه دي او هلته نه څه د ترهه ګرۍ کیمپ شته او نه كوم غیر معمولي هلي ځلي۔د هند ډنډوره يواځي د نړۍ په سترګو كښې د خاورو اچولو هڅه ده كومه چې كاميابېدې نشي۔