د قامي اسمبلۍ سپيکر د الفتح ميزائل په کاميابه تجربه وسله والو ځواكونو، سائنسمدارو او انجينئرانو له مبارکي وركړه

اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د الفتح ميزائل په کاميابه تجربه وسله والو ځواكونو، سائنسمدارو او انجينئرانو له مبارکي وركړې ده۔د ګل په ورځ د مباركۍ په خپل پيغام كښې ده د پاکستان سائنسمدارو او انجينئرانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ده ووئيل د الفتح توغندي کاميابې تجربې سره د هېواد دفاع لا قوي شوې۔د پاکستان سائنسمدارو او انجينئرانو له لويې څښتن بشپړ صلاحيتونه وركړي۔قام په خپلو سائنسمدارو، انجينئرانو او وسله والو ځواكونو وياړ لري۔د پاکستان دفاع په محفوظو لاسونو كښې ده۔ ده ووئېل د پاکستان مبړني ځواكونه د دښمن د کوم هم جارحيت بشپړ ځواب وركولو صلاحيت لري۔دغسې د قامي اسمبلۍ سپيکر د پاکستان وسله والو ځواكونو، سائنسمدارو او انجينئرانو نورو کاميابيو لپاره دعا وكړه