
اسلام آباد۔4 مئی(اے پی پی) نائب وزیر اعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي ته هدايت كړے دے چې هغه دې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل غونډه رابللو له فوري اقدامات وكړي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بين له مخې پاكستان په باضابطه توګه د منطقې په وضعه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ته د بريفنګ وركولو پرېكړه كړې ده۔ پاكستان به د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د هند جارحانه اقداماتو او پارونكو بيانونو څخه خبر كړي۔ پاكستان به په خاص توګه د سندھ طاس لوظنامې معطل كولو له د هند غېر قانوني اقدامات په ډاګه كړي۔ پاكستان به دا خبره ښكاره كړي چې هندوستان څنګه جارحانه اقداماتو سره سوئيلي آسيا او سيمې څخه بهر امن او سلامتيا خطر سره مخ كوي۔ دا مهم سفارتي ګام د پاكستان نړيوالې ورورولۍ ته د سمو حقائقو وړاندې كولو هڅو برخه ده۔