اسلام آباد۔3مئی(اے پی پی)د پاكستان په شمول په ګرده نړۍ كښې د صحافت د آزادۍ ورځ د مئي په 3 مه نېټه د خالي په ورځ ولمانځلې شوه۔ د ملګرو ملتونو لخوا هر كال د مئي په 3 مه نېټه د صحافت آزادۍ ورځ لمانځلې شي چې مقصد يۍ د صحافت د بنيادي اصولو په موجوده صورتحال د باور څرګندونه او په نړۍ كښې د صحافت د روانې وضعې حوالې سره پوهاوې وركول دي۔ په پاكستان كښې د تېرو درې لسيزو په مهال خبريالان 70 څخه زياتو ترهګر بريدونو سره مخ پاتې شول٬ نزدې 170 د خپل فرض ترسره كولو په مهال مړه شول۔ د دې ورځې لمانځلو مقصد د پېشه ورو فرائضو ترسره كولو په مهال خبريالانو او صحافتي ادارو ته د پېښو ستونزو ٬ مسئلو ٬ دړكو او ددوئي ژوند ته د پیښو نورو خطرو په اړه قام او نړۍ خبرول دي۔ په پاكستان كښې صحافت د رياست څلورمه ستن ګڼلے شي د دې باوجود خبريالان ډول ډول مسئلو سره مخ پاتې شول۔ د صحافت د آزادۍ نړيوالې ورځې په موقعه په سركاري او غېر سكاري ٬ نجي او صحافتي ادارو كښې بېل پروګرامونه وكړې شول۔ په دستورو كښې د خبريالې ورورلۍ كردار او پېښې مسئلې په ډاګه كړې شوې