
اسلام آباد۔3مئی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په خيبر پښتونخوا كښې د انتها خوښو ترهګرو په ضد د كامياب آپريشنز په كولو امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره په اوسنيو كارروايئو كښې د 5 ترهګرو په وژلو د ځواكونو د پېشه ورو صلاحيتونو او مړانې ستائنه وكړه۔ وفاقی وزیر د شرخوښو ٬ عسكريت خوښو ناوړه منصوبې ناكامه كولو كښې د ځواكونو كردار ستائلو سره ووئيل د “خوارج ترهګر ” اصطلاح په تاريخي توګه متشدد باغيانو لپاره كارولې شي۔ ده ووئيل آپرېشنز نه يووازې مهمې خطرې بې اثره كړي بلكې ترهګر عناصرو ته يو مضبوط پېغام هم وركړے شوے دے۔ ده په دې خبره زور راورو چې دا كارروايۍ د ترهګرو په ضد روان جنګ كښې د امنيتي ځواكونو لخوا د ښكاره پېشرفت عكاسي كوي۔ وفاقي وزير دا هم په ډاګه كړه چې د ترهګرۍ په ضد مهم به د ترهګر عناصرو تر بشپړه خاتمې روان ساتلې شي۔ ده ووئيل ټول قام خپل پوځ په بهادرۍ او قربانيو وياړي۔