د صحافت آزادي د جمهوريت ٬ سپېځلې حكمرانۍ او د بشري حقونو د تحفظ ضامن ده: د اطلاعاتو وفاقي وزير

اسلام آباد۔3مئی(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې د صحافت آزادي د جمهوريت ٬ سپېځلې حكمرانۍ او د بشري حقونو د تحفظ ضامن ده٬ په پاكستان كښې ميډيا د جمهوريت استحكام ٬ د قانون سرلوړۍ او اولسي شعور بېدارولو كښې تل مهم كردار ترسر كړے دے٬ حكومت د رايې په آزادۍ باور لري ۔ د خالي په ورځ د صحافت نړيوالې ورځې په موقعه په خپل پېغام كښې د اطلاعاتو وفاقي وزير پاکستانۍ ميډيا ته په مقبوضه جمو وكشمير كښې روان بربريت ٬ د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ او په فلسطيني اولس د اسرائيلي ظلمونو په ډاګه كولو كښې د مهم كردار په ترسره كولو د عقيدت پېرزوئنې ډالۍ كولو سره ووئيل نړيوال ضمير جړقولو او د مظلومانو غږ نړيوال فورم ته رسولو كښې خبريالې ورورولۍ زړور كردار ترسره كړو۔ ده ووئيل د ميډيا ټولو ادارو ته خپل پېشه ور فرض په آزاده توګه د ترسره كولو حق ترلاسه دے٬ د رايۍ آزادۍ سره څرګندونه او معلوماتو ته لاس رسي د جمهوري ټولنې پېژندګلو ده۔ ده ووئيل حكومت د خبريالانو تحفظ ٬ خېر ښېګړې او پېشه ورې تربيې له ټول ممكنه ګامونه پورته كوي۔ فاقی وزیر ووئيل يوه ذمه واره او بېداره ميډيا هېواد ته په پېښو چېلنجونو قابو موندلو كښې مرستياله ثابتېدې شي۔ ده ووئيل حكومت د صحافت آزادي باوري كولو او ميډيا ادارو سره د تعميري مكالمې جاري ساتلو عزم لري۔