
اسلام آباد۔3مئی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي زمكې څخه په زمكه د هدف ويشتونكي ابدالي توغندي په كاميابه تجربه پاكستاني سائنسدانانو او انجينئرانو له مباركي وركولو سره دا د هېواد په دفاعي صلاحيتونو كښې يوه په زړه پورې كاميابي ګرځولې ده۔ د خالي په ورځ تر 450 كلوميټر د خپل هدف ويشتونكي ابدالي توغندي كاميابه تجربه وكړې شوه۔ وفاقی وزیر د دې كاميابۍ ستائنه كولوسره ووئيل انجینئرانو او سائنسدانانو يو وارې بيا په ميزائل ټېكنالوجي كښې د خپل ځانګړي مهارت ثبوت وړاندے كرے دے۔ ده ووئيل دا پېشرفت د پاكستان په میزائل ډوېلپمنټ پروګرام كښې د يو سنګ ميل عكاسي كوي او د هېواد دفاعي نظام لا مضبوطوي۔ ده ووئيل د دې كاميابۍ كرېډټ زمونږ سټرېټج ادارو او امنيتي ځواكونو ته ځي د چا د هڅو او ستړو په نتيجه كښې چې د هېواد دفاع مضبوطه شوې ده۔ محسن نقوي ووئيل كوم هم دښمن د پاكستان د مضبوط دفاع نظام له امله پاكستان ته په خيرنه سترګه د كتلو جرات نه لري۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د توغندي دا تجربه د قامي سلامتيا او سيمه ايز استحكام باوري او ستراتيجيكي او روايتي صلاحيتونه زياتولو له د پاكستان د پرله پسې برخې په توګه شوې ده۔