په شخړيز كشمير كښې د هند ظلمونه او د بشري حقونو خلاف ورزۍ نړۍ ته څرګندولو كښې د سمندر پورې كشميريانو كردار د هېرېدو نه دے٬ بېرسټر سلطان محمود

اسبلا آباد۔2 مئ (اے پي پي) د آزاد جمو وكشمير صدر بېرسټر سلطان محمود چوهدري وئېلې دي په شخړيز كشمير كښې د هند ظلمونه او د بشري حقونو خلاف ورزۍ نړۍ ته څرګندولو كښې د سمندر پورې كشميريانو ځانګړے كردار د هېرېدو نه دے٬ سمندر پورې كشميريانو عمر له د نړۍ په هر فورم د كشمير مسئله رامخې ته كړې او د هند ظلمونو نه يي نړيواله ټولنه خبر كړې ځكه چې هند د 5 اګست 2019 نه تر اوسه مقبوضه كشمير كښې په كشميري اولس د ظلمونو انتها كړې ده٬ اوس هند د نړۍ په وړاندې په فلګام كښې د فالس فلېګ آپرېشن ډرامه كولو به كشميريانو روانه بربريت لا زيات كړے دے۔ ځكه بهر هېوادونو كښې مېشته كشميريانو له به په لا منظم ډول او متحرك پاتې كېدو او د هند په كشمير كښې انسانيت سوز ظلمونه د نړۍ په وړاندې څرګندول وي۔ دا خبرې د آزاد كشمير صدر سلطان محمود چوهدري د ټولې نړۍ نه راغلو د سمندر پورې كشميريانو يو پلاوي سره په اېوان كشمير كښې وكړې ۔ په دې مهال پلاوي كښې د كشمير تحريك د برطانيي صدر راجه فهيم كياني٬ پخوانے صلاحكار راجه نجابت حسېن ٬ د ګلاسكو څخه راجه حنيف ٬ اټلي څخه بابر وړائچ ٬ دبئ څخه جاوېد يعقوب ٬ د پاكستان مسلم ليګ ن د برطانيي صدر عبدالرحمان ٬ د امرېكې څخه عرفان الحق او د ائرلېنډ څخه نديم اختر شامل وو۔ صدر په بهر هېوادونو كښې په مېشته كشميريانو زور راوړو چې پخپلو صفونو كښې يووالے او انتفاق پېدا كړي او كشميريانو ته د دوي حق خود اراديت وركولو لپاره په ګډه هلې ځلې وكړي ٬ ځكه جې هند په مقبوضه كشمير كښې د فالس فلېګ آپرېشن په اړ كښې په كشميريانو ظلمونه روان ساتلي او د كشمير ډيمو ګرافي په بدلولو مقبوضه كشمير هړپ كول غواړي٬ ده ووئېل په دې ږر كښې به ټولو له متحرك او په نړوياله كچه د كشمير مسئله رامخې ته كولو لپاره د هند بربريت نړۍ ته څرګندول وي دغسې چې د ڼړۍ پام او رائے كشمير پلو راوګرځولې شي۔