
اسلام آباد 02 مئ(اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د جمعې په ورځ د ډنمارك خارجه وزير لارس لوكے راسموسن سره په ټېليفون خبرې كړي۔د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم او خارجه وزير راسموسن د بدلېدونكې سيمه ايز صورتحال او د هند بې بنسټه تورونو او د يو اړخيز او اشتعال انګريز اقدامات په ځواب كښې د پاكستان قامي سلامتيا كمېټۍ د اقدامات نه خبر كړو۔ده د سندھ طاس لوظ نامه په التوا كښې ساتل د هند پريكړه په سختۍ سره رد كړه كومه چې د لوظ نامې دفعات او نړيوال قوانين ښكاره خلاف ورزي ده۔نائب وزيراعظم په خپلو خبرو كښې د سيمه ايز امن او سلامتيا٬ د خپلواكۍ او د قامي ګټې تحفظ لپاره د پاكستان كردار او د عزم ذكر وكړو۔خارجه وزير راسموسن تاؤ تريخوالي كښې په اضافه د تشويش څرګندونه كولو سره د دواړو ډلو لخوا د تحمل څرګندونې په اهميت زور راوړو۔دواړو لارښودو د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې د غېر مستقل غړو په حېث په سيمه ايزو او نړيوالو پيشرفتونو سلامتي كونسل كښې په نزدې رابطه ساتلو اتفاق وكړو۔دوي د دوه اړخيزه مرسته مضبوطولو په خاص توګه معيشت او د سرمايه كارۍ څانګو سره سره د اعلٰی كچ تبادلو ته ودې وركولو ته هم اتفاق وكړو۔