ډاكټر مصدق ملك په جنيوا كښې د ملګرو ملتونو او نورو ماحولياتي ادارو استازو سره ملاقاتونه

اسلام آباد 02 مئي (اے پي پي) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي رابطې وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو او نورو ماحولياتي ادارو نمائندګانو سره د لوړې كچې ملاقاتونه كړې دي۔ د ماحوليات وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د دې ملاقاتونو مقصد ماحولياتي او د موسمياتي چېلنجز په حواله دوه اړخيزه او ګڼ هېواديزې مرسته ته وده وركول وو۔ وفاقي وزير په جنيوا كښې د ملګرو ملتونو او ماحولياتي تنظيمونو نمائندګانو سره ملاقات كښې د پاكستان لخوا د ماحولياتي تحفظ، موسمياتي ماليات او ګرين انرژي لپاره د مرستې په زياتولو خبرې وكړې۔ ډاکټر مصدق ملك پرمختګ كوٶنكو هېوادونو ته د موسمياتي انفار وركولو او د ټېكنالوجيز په منتقلۍ كښې د نړيوالې ورورولۍ په كردار زور راوړو۔ په دې ملاقاتونو كښې په دې خبره زور راٶړلېے شو چې پاكستان نړيوالې شراكتدارۍ څخه ګټه پورته كولو سره خپل صلاحيت زياتولو ، تر صاف ټيکنالوجي رسنه او په ګرين سيکټرز كښې د نجي اشتراك د لارې معاشي مرستې ته د ودې وركولو عزم لري۔ په دې موقع د پاكستان د محترك ماحولياتي وژن ستائنه كولو سره نړيوال او تل پاتي هدفونه سر كولو كښې د پاكستان تعميري كردار خوشبينه وګرځولے شو۔ وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك د دې عزم پخلے وكړو چې پاكستان به نړيوالو شراكتدارو سره نزدې مرسته دوامداره ساتي دغسې چې د شريكو ماحولياتي چېلنجز مخه ونيولې شي۔