
اسلام آباد 02 مئي (اے پي پي) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي رابطې وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك سركلر اكانومي لپاره د اروپائي كمېشن ډائريکټر کيوبانو ډورډيا سره ليدلي دي ۔ د جمعې په ورځ د ماحوليات وزارت لخوا د جاري بيان له مخې کيوبانو ډورډيا سره په ملاقات كښې وفاقي وزير سرکلر اکانومي او د تل پاتي پرمختګ اصولو سره د پاكستان په زيات شوي تړون رڼا واچوله۔ ده په دې خبره زور راوړو چې په نړيوال فرېم ورك كښې د پرمختګ كوونكو هېوادونو نقطه نظر په بهتر ډول شاملول پكار دي۔ ده د پاکستان ګرين اکانومي پلو منتقلۍ لپاره د ګرين کلسټر پرمختګ او په اختراع اډانه د شراكتدارۍ په هلو ځلو رڼا واچوله۔ په دې موقع د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔