
اسلام آباد 02 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهبازشريف د كوم ثبوت نه غېر د پهلګام پېښه پاكستان سره د تړلو په اړه د هند د ناوړه هڅو او بې بنسټه تورونو په واضحه توګه رد كولو سره وئيلي دي پاكستان دې پېښې سره هيڅ كار نه لري٬ پاكستان د خپل لويديز محاذ څخه د رامخې ته شوې ترهګرۍ لعنت مخنيوې كوي، د هند د اوسنو اقدامات او د جارحانه انداز مقصد د پاکستان پام د ترهګرۍ په ضد هلو ځلو څخه اخوا كول دي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د متحده عرب امارات (يو اے اي) سفير حماد عبېد ابراهيم الزعابي په وزيراعظم هاؤس كښې وليدلي۔ په دې موقع وزيراعظم د متحده عرب امارات صدر شېخ محمد بن زيد النهيان لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره پاكستان لپاره په غېر متزلزل ملاتړ د متحده عرب امارات مننه وكړه كوم چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تاريخي او ورورولۍ اړيكو ثبوت دے۔ وزيراعظم د پهلګام پېښې نه وروستو په سوئيلي آسياء كښې د امن او امان په اوسني صورتحال د پاکستان د نقطه نظر نه سفير خبر كړو۔ ده ووئيل پاكستان د ترهګرۍ د ټولو شكلونو او مظاهر غندنه كوي ځكه چې پاكستان خپله د ترهګرۍ سره مخ دے ٬ په تېرو كلونو كښې د 90 زره مرګونو او د 152 بلين ډالرو څخه د زياتو معاشي زيانونو او بلها قربانيو حواله وركولو سره وزيراعظم ووئيل پاكستان خپل لويديز محاذ څخه د رامخې ته شوې ترهګرۍ لعنت مخنيوې كوي٬ د هند د اوسنو اقدامات او د جارحانه انداز مقصد د پاکستان پام د ترهګرۍ په ضد هلو ځلو څخه اخوا كول دي۔ وزيراعظم د كوم ثبوت نه غېر د پهلګام پېښه پاكستان سره د تړلو په اړه د هند ناوړه هڅې او بې بنسټه تورونه په واضحه توګه مسترد كړل۔ ده ووئيل پاكستان دې پېښه سره هېڅ تعلق نه لري او د دې پېښې د باور وړ٬ سپېځلو او بې پرې نړيوالو تحقيقاتو اړتيا ده۔ ده ووئيل پاكستان په موجوده بحران خپل موقف وړاندې كولو لپاره نورو هېوادونو سره په تماس كښې دے٬ دې خبره زور راوړلو سره چې زمونږ د حكومت پام په تېرو 15 مياشتو كښې د سختو سټرو او محنت څخه د ترلاسه معاشي ګټې مستحكم كولو پلو دے او كوم چې د متحده عرب امارات پشمول د دوست هېوادونو په ملاتړ ممكن شوے وزيراعظم ووئيل مونږ به هېڅ كله داسې اقدام نه كوو چې وررسره سيمه ايز امن او سلامتيا ته خطر وي٬ په دې لړ كښې وزيراعظم د متحده عرب امارات پشمول په وروڼو هېوادونو زور راوړو چې ھغوي په منطقه كښې تاٶتريخوالے كمولو لپاره هند مائل كړي۔ ده په سوئيلي آسياء كښې امن او استحکام لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔ د متحده عرب امارات سفير د پاکستان په موقف شيئر كولو د وزيراعظم مننه كولو سره ووئيل متحده عرب امارات سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره به پاكستان سره په ګډه كار كوي۔