
اسلام آباد 02 مئ(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عرب پشمول په وروڼو هېوادونو زور راوړے چې هغوي منطقه كښې تاؤ تريخوالے كموول لپاره په هند فشار واچوي۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد المالكي ملاقات وكړو چې پكښې وزيراعظم د خادم الحرمین الشریفین شاہ سلمان بن عبدالعزیز السعود او ولی عهد او وزیراعظم شهزادہ محمد بن سلمان بن عبدالعزیز السعود لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔ده د سعودي مشرتابه او اولس مننه وكړه چا چې تل د پاكستان سره د يووالي څرګندونه كړې۔ د پهلګام پیښې نه پس سوئېلي آسيا كښې د امن او امان موجوده صورتحال د پاكستان دريځ بيانولو كښې وزيراعظم ووئېل پاكستان د ترهه ګرۍ ټولو شكلونو او مظاهر غندنه كوي ۔پاكستان په تېرو كلونو كښې د ترهه ګرۍ مخ نيوي په هلو ځلزو كښې لويې قربانۍ وركړي كومې چې نه يوازې پاكستان بلكې د ټولې نړۍ تحفظ لپاره ډېرې مهمې ثابتې شوي ۔ده د كوم ثبوت نه غېر د پهلګام پیښې سره د پاكستان تړلو بې بنسټه هندي تورونه رد كړل او د پیښې سپيځلو او بې پرې نړيوالو پلټنو كولو لپاره يې د خپلې غوښتنې پخلے وكړو ۔ د سعودي عرب پشمول د دوست هېوادونو په مرسته د تېرو 15 مياشتو محنت څخه ترلاسه معاشي ګټې مستحكمولو لپاره د حكومت د پام لرنې ذكر كولو سره وزيراعظم ووئېل د پاكستان كاميابۍ په خطر كښې اچول او هېواد د اقتصادي پرمختګ لارې څخه د اخولو هندۍ هڅه د پوهې نه لرې ده ۔ده ووئېل د سعودي عرب پشمول دې وروڼه هېوادونه په منطقه كښې د تاؤ تريخوالي كمولو لپاره په هند فشار واچوي۔ده سوئېلي آسيا كښې د امن او استحكام لپاره د پاكستان د خواهش پخلے وكړو ۔ په دې مهال د سعودي سفير د وزيراعظم مننه وكړه او وې وئېل سعودي په منطقه كښې د امن او سلامتيا لپاره د پاكستان سره په ګډه كار كول غواړي۔