اسلام آباد 02 مئ(اے پي پي)په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان استازې عاصم افتخار د زيارت په ورځ د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس سره ملاقات كړے۔په ملاقات كښې د پاكستان او هند ترمينځه په زيات شوي تاؤ تريخوالي او په تازه پېشرفت د خيالاتو خرګندونه وشوه۔په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مشن لخوا جاري شوي يو پرېس ريليز كښې ووئېل شول په خبرو اترو كښې سوئېلي آسيا كښې د سلامتيا رامخې ته شوي صورتحال سره سره دواړو هېوادونو كښې د تاؤ تريخوالي كمولو په ضرورت زور راوړولو سره دې لپاره شوو هلو ځلو ته پام لرنه وشوه ۔ د پاكستان استازي عاصم افتخار د نړيوالې ادارې مشر انتونيو ګوتريس سره د سيمه ايز امن او استحكام لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔