وفاقي وزير احسن اقبال د پاکستان بزنس کونسل دبئۍ پلاوي سره وليدل

دبئۍ 02 مئي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي احسن اقبال د جمعې په ورځ د پاکستان بزنس کونسل (پي بي سي) پلاوي سره ليدلي دي ۔ په ملاقات كښې په يو اے اي كښې د پاکستان سفير فېصل نياز ترمذي، قونصل جنرل حسېن محمد او نور چارواكي هم موجود وو۔ د دې نه وړاندې د پاکستان بزنس کونسل د دبئۍ چيئرمېن شبير مرچنټ د وفاقي وزير هركلے وكړو او په اسلام آباد كښې د اوورسيز کنونشن په كاميابۍ كښې د حكومت د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ د ملاقات په مهال د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه هم وشوه۔ په دې موقع سفير فيصل ترمذي وفاقي وزير ته د يو اے اي د اوسنۍ دورې او لوړې كچې ملاقتونو په اړه تفصيلات وړاندې كړل، چې پكښې د ابو ظهبي او دبئۍ اعليٰ چارواكو سره ملاقاتونه شامل دي۔ وفاقي وزير احسن اقبال په متحده عرب امارات كښې په مېشته پاکستاني کاروباري ورورولۍ زور راوړو چې ھغوي برامدات زياتولو او سرمايه كاري راوړلو كښې كليدي كردار ولوبوي۔ ده د “اُړان پاکستان” په وژن رڼا اچولو سره تر كال 2025 د يو كهرب ډالرو د معيشت هدف او د پنځه ترجيحي څانګو ذكر وكړو۔ ده د بهر مېشته پاكستانيانو د خدمات ستائنه كولو سره د کميونټي سکولز بهترۍ او د قونصل خانې پراختيا لپاره د حکومتي اقدامات باور وركړو۔ وفاقي وزير د پاکستان کاروباري ورورولۍ څخه تجويزونه وغوښتل دغسې چې د پاكستان او متحده عرب امارات ترمېنځه معاشي اړيكو ته لا وده وركړې شي۔