
اسلام آباد۔ 2 مئ (اے پي پي ) سپريم كورټ د 9 مئ كېسز كښې د سېنېټر اعجاز چوهدري او فرحت عباس ضمانت منظور كړر او هغوي ته يې په ټرائل كورټ كښې د يو لاكهه روپو د مچلكو جمع كولو حكم صادر كړو۔ د جمعې په ورځ د جسټس نعيم اختر افغان په مشرۍ كښې درې كسيز بنچ د 9 مئ مقدمو كښې د ملزمانو د ضمانت په اړه د كېسز اورېدنه وكړه۔ د بنچ په نورو غړو كښې جسټس محمد هاشم خان كاكړ او جسټس اشتياق ابراهيم شامل وو۔ سپېشل پراسېكيوټر موقف خپل كړو اعجاز چوهدري د خلقو د لسمولو د سازش برخه ؤ٬ جسټس نعيم اختر افغان ريماركس وركړل كه د اعجاز چوهدري خلاف كېس دومره مظبوط ؤ نو خاص عدالت ته به تاسو وړے ؤ٬ ضمانت د سزا په ټوګه نشي كارېدے۔ دغسې سپريم كوړت د سېنېټر اعجاز چوهدري ضمانت منظورولو سره هغه ته د يو لاكهه روپو مچلكو د جمع كولو حكم وكړو٬ د فرحت عباس د ضمانت په درخواست سپېشل پراسېكيوټر ووئېل په فرخت عباس هم د 9 مئي د سازش الزام دے او هغه ټرائل كورټ مفرور ګرځولے دے۔ په دې جسټس نعيم اخحتر افغان ووئېل مفرور دے يا نه دا معامله به عمدالت وګوري۔ تفتيش مكمل او چالان هم جمع كړے شو۔ اوس ګرفتاري د څه كول دي؟ سپېشل پراسېكيوټر په څلورو مياشتو كښې د ټرائل مكمل كولو دلائل وركړل٬ په كوم چې جسټس نعيم اختر افغان ريماركس وركړل په څلورو كښې ټرائل مكمل كرئ۔ دغسې بنچ د فرحت عباس ضمانت هم منظور كړو۔