
اسلام آباد ۔30 اپرېل (اے پي پي) دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلې دي هند چې څومره طاقت كاروي مونږ به د هغې نه زيات ځواب وركوو٬ زمونږ له خوا به جنګ نه پېل كېږي خو كه جنګ مسلط كړے شو نو په زړه پورې ځواب به وركولې شي۔ ده د شورو په ورځ د پارلمان نه بهر ميډيا سره خبرې كولې۔ دفاع وزير ووئېل دوست هېوادونه ٬ ګاونډي هېوادونه او لوي طاقتونه د ثالثۍ كردار ادا كوي ٬ دوست هېوادونه غواړي چې د جنګ صورتحال جوړ نشي ٬ لوي څختن دې وكړي چې د هغوي په هڅو هند له څه عقل ورشي ۔ ده ووئېل څنګه چې د هند عمل وي هغسې به غبرګون ورمخې ته كېږي ٬ چا ته هيڅ شك نه دے پكار چې هند له به په زړه پورې ځواب ورنكړو۔ خواجه آصف ووئېل څنګه څنګه چې وخت تېرېږي د بريد خطرې زياتېږي ٬ زمونږ لخوا به جنګ نه پېل كېږي خو كه جنګ مسلط كړے شو نو په زړه پورې ځوزاب به وركولې شي ۔ دفاع وزير ووئېل شهباز شريف واضحه وئېلې دي چې د معاملې دې په ڼړيواله كچه پلټنې وكړې شي ٬ د نړۍ څخه د پلټنو كولو هند كوم ځواب نه دې راكړے ٬ مطلب دا چې په دالو كښې څه تور شته۔