
نيلم/شاردہ۔30اپريل (اے پي پي)د كشميرچارو٬ ګلګت بلتستان او سيفران وزير انجينئر امير مقام وئېلي دي د لائن آف کنټرول اولس به يوازې نه پرېږدو ، ټول قام او حکومت د پاک پوځسره ولاړ دے،مونږ امن خوښي يو، هند كه جنګ مسلط ړونو ټول قام به د پاک پوځسره اوږه په اوږه هند ماتې سره مخ كړي ۔ د دې خيالاتوڅرګندونه دهد لائن آف کنټرول خواته سيمې شاردہ كښېد صدر مسلم ليګ ن آزاد کشمير شاہ غلام قادر د اړخه تابياكړې “يکجهتي کشمير” جلسې ته خطاب کښې وكره ۔د صدر مسلم ليګ ن آزاد کشمير شاہ غلام قادر په بلنه وفاقي وزيرانجنيئر امير مقام د نيلم دورې کولو مقصد لائن آف کنټرول څخه هند له دا پيغام وركول ديجې مونږ دکشميريانو سره ولاړ يو او د دوي آزادۍ ږپاره به تر آخري حد ځوو، ده ووئېلد پاکستاني قام ولولې او د پاک پوځ کمټمنټ ته څوك ماتې نشي وركولې ، د خيبر پښتونخوا اولس د کشمير په آزادۍ كښې خپل کردار ادا کړے ، د نيلم ويلي خلقد پاکستان او پاک پوځ سره مينه مثالي ده ،ټول قام د خپلو ځواكونو سره د هند په ضد په يو پيج دے ۔ ده ووئېلد لائن آف کنټرول خلقو د پاکستان او پوځ سره مينې او جذبې ته سلام كوو ،د نيلم ويلي داولس د پاکستان سره د مېنېد زړه نه مننه كوو ۔