وفاقي وزير عبدالعليم خان نسټ كښې د ټيکا په مرسته د جديد اناطولو کريئيټر ليب پرانسته وكړه

اسلام آباد۔30اپريل(اے پي پي) پاکستان كښې د اختراع او ټيکنالوجۍ ودې لپاره د يو مهم ګام په توګه د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان د شورو په ورځ د نيشنل سائنس اينډ ټيکنالوجي پارک (اين ايس ټي پي ) نسټ كښې د جديد ترين “اناطولو کريئيټر ليب” پرانسته وكړه۔ دا منصوبه د ترکيه په مرسته سر ته رسېدلې ده كومه چې د تركيې مرستيالې ادارې ترکش کوآپريشن اينډ کوآرډينيشن ايجنسي (ټيکا ) سپانسر کړې ده او دا د پاکستان او ترکيه تر مينځه د زياتېدونكې تکنيکي همكارۍ علامت ده ۔ د پرانستې دستوره كښې ترک سفير عرفان نذيراوغلو، د نسټ پرو ريکټر ډاکټر عثمان حسن، د شمالي ترکيه د جمهوريه قبرص سفير دلشاد شينول او د ټيکا کنټري ډائريکټر صالحه تُنا بشمول ګرانو مېلمنو ګډون وكړو٬ د دستورې مرکزي محور د وفاقي وزير عبدالعليم خان ګدون او د هغه وژن ؤ ۔