
اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار د شورو په ورځ د د سلطنت اومان خارجه وزير سيد بدر بن حمد بن حمود البوسيدي سره ټېلي فوني تماس نيولے دے۔ د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم دوي ته په موجوده سيمه ايز صورتحال بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل د هند اشتعال لرونكې پروپيګنډه، غېر قانوني يو اړخيزه اقدامات او د سندھ طاس لوظنامې معطل كول د نړيوال قوانين واضحه خلاف ورزي ده٬ د اومان خارجه وزير د مسئلو حل لپاره په تاٶ تريخوالي كښې كمے٬ په خبرو اترو او د سفارت كارۍ په اهميت زور راوړو٬ نائب وزيراعظم د ايران او امريکا خبرو لپاره د اومان د هلو ځلو ستائنه وكړه او د ھغې كاميابۍ لپاره ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔