رانا احسان افضل خان سره د كينيډين هائي كميشن قونصلر ملاقات ٬ په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔30 اپرېل(اے پی پی) د وزيراعظم د تجارت خاص مرستيا رانا احسان افضل خان د کېنېډین هائی کمېشن قونصلر ډینیئل آرسینالټ سره په وزیراعظم آفس كښې ملاقات وكړو۔ د شورو په ورځ شوي ملاقات كښی دوه اړخيزه تجارت ته د ودې په وركولو ٬ د جنرل پریفرینشل ټېرف پلس (جی پی ټی پلس) په لا فعاله كولو ٬ د خپل مينځه سرمايه كارۍ لوظنامې (بی آئی ټی) په پېشرفت او نورو مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې د پاکستان ټېکسټائل برآمدات او د کېنېډا کېنولا درآمدات زياتولو په اړه خبرې وشوې۔ په ملاقات كښې رانا احسان په ’’اړان پاکستان‘‘ وژن رڼا واچوله چې مقصد يۍ د جي پي ټي پلس سكيم لاندےې په برآمدات كښې زياتوالے دے۔ رانا احسان ووئيل د پاكستان او كاناډا ترمينځه اقتصادي تړون لا قوي كېدو پلو روان دے۔ په ملاقات كښې پاكستان د تجارتي مركز په توګه هم رامخې ته كړے شو